
ولسي جرګې د کابل د نهمې حوزې اړوند په قابلبای سیمه کې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو پر کمپ برید چې د دوشنبې په ماښام وشو، په کلکو ټکو وغنده.
په یاد برید کې ۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۱۴ نور ټپیان شول چې د ټپیانو په ډله کې ۲۴ ماشومان او ۱۴ ښځې شاملې وې.
د ولسي جرګې غړیو وویل، په برید کې ملکي وګړیو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ، خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړول شوي او حکومت باید ورته پام وکړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره له عامه ځایونو پوځي اډې او د بهرنیانو مېلمستونونه وباسي او یوه ډاډمن ځای ته دې ولېږدوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي غلامفاروق مجروح وویل، دا لومړی ځل نهدی چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د بهرنیانو پر مېلمستون برید کې ملکیانو ته مرګژوبله اوړي، بلکې تر دې وړاندې هم په یادې سیمې کې د بریدونو او چاودنو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
د نوموړي په وینا، حکومت ته پهکار ده چې له هغو سیمو پوځي اډې او د بهرنیانو مېلمستونونه وباسي چې عام وګړي پهکې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو لکه په نوي ښار، کلولهپشته، درېیمې کارتې او یو شمېر نورو سیمو کې د بهرنیانو پر مېلمستونونو بریدونه شوي وو او عامو وګړیو ته یې د مرګژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زیانونه هم اړولي وو.





