د انلاین پاسپورټ د سیستم پرانېسته

نن په کابل کې د انلاین پاسپورټ سیستم پرانیستغونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل چې دا نوی سیستم خپله افغانانو جوړکړی چې د فساد له‌منځه وړلو ترڅنګ به وطنوالو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو کې ډېرې اسانتیاوې را منځته کړي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه، هغه کار ـ چې پخوا به په ۱۶ پړاونو کې کېده ـ اوس ۴ پړاونو ته راکم شوی او د پاسپورټ نوی سیستم په ورځ کې د ۱۰زرو پاسپورټونو د ورکړې وړتیا لري.

د ده په وینا، په‌داسې حال کې چې پخوا به د ورځې څه باندې ۲ زره پاسپورټونه صادرېدل او ډېر ژر به دا لړۍ ټولو ولایتونو، سفارتونو او کونسلګریو ته هم وغځول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر همداراز وویل، د دې سېستم په جوړېدلو سره په سرحدونو کې د تور لېست ټول کسان په نښه کېږي او د سفر اجازه به نه ورکول کېږي.

د وزیر په وینا، دا سیستم له امنیتي پلوه هم ډېرخوندي دی.

ښاغلي اریوبي زیاتوي، کار روان دی او ډېر ژر به د لایسنس او موټرو ثبت او نور ترافیکي وسایل هم برېښنایي شي او په یوه نیمه میاشت کې به یې امتحاني لړۍ پیل شي.

غونډې ته د پاسپورټ رییس سیدعمرصبور وویل، تر هغه ـ چې وطنوال له انلاین پاسپورټ سیستم سره بلدېږي ـ له هغه سره یوځای به د پخوا په څېر د پاسپورټ ورکړې لړۍ هم روانه وي.

دغه راز ښاغلي صبور وویل چې د انلاین پاسپورټ سیستم په فعالولو سره به نور څوک له ورک شوي یا ناقانونه پاسپورټ ګټه وانه‌اخېستلی شي.

ښاغلي صبور دا هم وویل، د پاسپورټونو نه‌شتوالي ستونزه هم لېرې شوې او اوس  ۴نیم میلیونه نوي پاسپورټونه چاپ شوي او په وینا یې، شونې ده په راتلونکي کې چېپ‌لرونکي پاسپورټونه هم چاپ کړي.

چارواکي وایي، تر اوسه ۳نیم میلیونه کمپیوټري پاسپورټونه صادرشوي چې له دې لارې څه باندې ۲۳ ملیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته تحویل شوي‌دي.

 

ورته مطالب:

د پاسپورټ اخېستونکي د پوستې خدمتونو له لوړې بیې شکایت کوي

خلک ولې د کابل د پاسپورټ ادارې له چارو خوښ دي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام