کورنیو چارو وزات: د ابراهیم عابد د سپکاوي موضوع جدي څېړو

د افغان کمیډین ابراهیم عابد د غیرعادي ویډیو خپرولو د فېسبوک ټولنیزې شبکې د کاروونکیو غبرګونونه راپارولي دي.

د فېسبوک ډېرو کاروونکیو د دې ویډیو په خپرولو سره له ابراهیم عابده ملاتړ اعلان کړ او دا کار یې په شخصي حریم برید وګڼلو. دوی په پرله‌پسې ډول له امنیتي ارګاونونو نه د دې کار د عاملانو د نیولو غوښتنه وکړه.

افغان مشهور هنرمند فرهاد دریا په‌خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د ابراهیم عابد حیرانو کتو، د کمرې د بې‌حیا سترګې پر وړاندې د هغه ماشومانه چوپتیا، الوتي رنګ، په رپېدونکیو ګوتو کې پرتو تسبو چې هغه ته یې د عاجزۍ دعا کوله؛ نه یوازې د هغه زړه، بلکې د میلیونونو افغانانو زړونه ولړزول.

له بلې‌خوا د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارې یا «نی» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي عابد دا ډول ویډیو نشرل یوه غیرانساني او سپکه کړنه ګڼلې او د عاملانو د نیولو جدي غوښتنه یې کړې‌ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت‌الله رحیمي وايي چې د ښاغلي عابد موضوع په جدي ډول څېړي.

ابراهیم عابد د افغانستان مشهور کمیډین او د یوې خصوصي رسنۍ د یوې طنزیې او انتقادي خپرونې چلوونکی دی چې د ټولنیزو او سیاسي مسایلو په نقدولو او طنزولو سره یې د هېواد د ډېرو وګړیو په خولو خنداوې خورې کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام