د کورنټین پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۹ قضیې ثبت شوي

د لویې څارنوالي مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي په چارو کې د لویې څارنوالي مرستیاله سینا شنا منصور وايي، په هېواد کې د کورنټین په درېوو میاشتو کې له دې ادارې سره د ښځو د وهلو‌ټکولو ۲۴۹ قضیې ثبت او څېړل شوې دي.

د منصور په وینا، د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یو زر او ۱۱۷۳ پېښو له ډلې نه ۵۴۸ یې د وهلوټکولو، ۱۴۱ قضیې د ځورولو او ۱۲۱ پېښې یې هم د جنسي تېري دي چې په لویې څارنوالي کې ثبت شوې دي.

د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي په چارو کې د لویې څارنوالي مرستیاله زیاتوي، ۳۳۹ د تاوتریخوالي پېښې چې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې پېښې جوړوي، په کابل کې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي وايي، په تېر یوه کال کې د دې ادارې له لوري د اداري فساد، جنايي جرمونو، انسان تښتونې او نورو قضیو ۴۱ زره موارده څېړل شوي دي.

لویې څارنوالي د ماشومانو د تخلفاتو پېښو د ثبت او څېړلو خبر هم ورکوي. د لویې څارنوالي د تازه راپور پر بنسټ، د ماشومانو د تخلفاتو ۸۳۲ قضیې یې هم څېړلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام