د تخار په مرکز تالقان کې پراخ اور لګېدلی دی

نن جمعه ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د تالقان ښار د لرګیو پلورلو له سیمي اور لګېدلی او په همدې مسیر تر اوسه ۸ سوداګریز مارکېټونه او سرایونه سوځېدلي دي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، چې لومړی له ښاره شاوخوا ۱۰۰ متره وړاندې په یو حمام کې لګېدلی و، چې اوس د تالقان ښار مزکز نږدې سیمو ته رسېدلی دی.

د دوی پر وینا، اور په تېزۍ سره په خپرېدو دی، چې اوسمهال د لرګیو سرای، د لیلامۍ او پنبې پلورلو مارکېټونو ته رارسېدلی او اور يې اخیستی دی.

د قدرت الله ولدي په نامه یو سوداګر وايي، چې د اورلګېدنې په ځای کې یې د شاوخواو یو نیم میلیون ډالرو سوداګریز توکي پراته دي؛ خو تر دامهاله خبر نه‌دی، چې سوځېدلي او که خوندي پاتې دي.

دمګړۍ اور د ښار په خوا په شدت سره روان دی.


تر دامهاله د اورلګېدنې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

د تخار ولایت چارواکیو تر دامهاله څه نه‌دي ویلي، چې له مرکز او نورو ولایتونو نه یې هم د دې اور د مخنیوي له‌پاره مرسته غوښتې او که‌نه.

د سیمي خلک وايي، چې د تالقان ښار اطفايي د اور د زیاتېدو مخنیوی کوي؛ خو د هغوی د وسایلو کمښت او د اور شدت ته په کتو سره داسې ښکاري، چې د اور مخه به ونه نیول شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام