
ايران کې د افغانستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره تاييد کړې چې د ايران په یزدان ولايت کې په يوه ټرافيکي پېښه کې افغانان ټپيان شوي. ياد سفارت د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
خو د ايران تسنيم رسنۍ د ياد هېواد د پوليسو له قوله ويلي چې په دې ټرافيکي پېښه کې ۳ افغانان مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د روان کال جوزا مياشتې په ۱۴مه نېټه شوې ده.
له ياد سفارته په خپاره شوي تصوير کې ليدل کېږي چې د يادو کسانو لېږدوونکي موټر اور اخيستی دی.
ايران کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه او د مړو شويو او ټپيانو پېژندنې په اړه څېړنې پيل شوې دي.





