.jpg)
د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د عبدالعزیز په نوم یو کس غوښتل، چې خپلې درې لوڼې وسوځوي مدني فعالانو یې د دې کار مخنیوی کړی.
نوموړی له خپلو درېیو لوڼو او د تېلو بوشکې سره د کونړ مرکز اسداباد ته راغلی و. ده رسنیو ته وویل، د دې ولایت د وټه پور ولسوالۍ د څپري لېسې مدیر و، خو د شخصي رخې پر اساس له دندې لرې شوی.
دغه درې ماشومې نجونې هم د ښوونځي زده کوونکي دي.
د وټه پور لېسې پخوانی مدیر عبدالعزیز شکایت کوي، چې د پوهنې ریاست چارواکو د شخصي کیني له مخې په غلا تورن کړی او په همدې پلمه یې له ښوونځي وېستلی او اوس د لیونې ډنډورې پسې غږوي.
عبدالعزیز د عدالت غوښتنه کوي او وایي، د دې موضوع د سپیناوي او شخصیت د اعادي له پاره دې پلاوی وټاکل شي.
نوموړی وايي، که ولایتي اداره او مسوول کسان دې موضع ته پام ونه کړي؛ ځان او خپلې لوڼې به وسوځوي.
.jpg)
دی وايي، د پوهنې په ریاست کې پراخ فساد موجو دی او د پوهنې وزارت مسوولین دې، د دې کرغېړنې پدیدي د له منځه وړلو له پاره په جدي ډول کار وکړي.
عبدالواحد وحداني یو مدني فعال دی. دغه مدني فعال او ملګرو یې د عبدالعزیز او د هغه د درېیو لوڼو د سوځېدو مخنیوی کړی.
دی وايي، ولایتي اداره او د پوهنې مسوولین دې د موضوع په حال لار غور وکړي.
په ورته وخت کې د کونړ ولایتي شورا غړی محمد ساپی هم په معارف او نورو ادارو کې د پراخ فساد له موجودیته شکایت کوي او وايي، خلک له دې فساد نه په تنګ شوي دي.
په دې اړه د کونړ د پوهنې رییس جمال الدین حسني د عبدالعزیز له دندې لرې کول د قانون له مخې ګڼي او وايي، که مراجعه ورته وکړي؛ نو ستونزه یې حلوي.
عبدالعزیز بیا وايي، چې څوځلې یې دوی ته مراجعه کړې، خو هېچا یې غږ نه دی اورېدلی.





