کورونا؛ د ۴۹۲ تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټولې ۸۱۴۵ شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۲ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي او له دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا ويروس  د اخته کسانو شمېر ۸۱۴۵ ته پورته شو.

د ياد وزارت د شمېرو له مخې د ۴۹۲ تازه اخته شويو کسانو له ډلې ۲۶۲ کابل، ۱۰ ننګرهار، ۳۳ په بلخ، ۵۹ هرات، ۱۰ پکتيا، ۷ کونړ، ۲۸ تخار، ۹ پنجشېر، ۳۰ بغلان، ۱۴ جوزجان، ۶ لوګر، ۵ کاپيسا،  ۴فراه، ۴ سرپل، ۲ غزني او  ۹ پېښې هم پروان کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله  ۱۰کسان مړه شوي او ۸۰ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۱۸۸ او د روغو شويو شمېر ۹۳۰ کسانو ته رسېږي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام