
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ دوې ورځې مخکې د نظرپوښتنې د پایلو په خپرولو سره ادعا کړېوه چې د پوهنې وزارت، عدلي او قضایي څانګې د افغانستان دولت تر ټولو فاسد بنسټونه دي.
د پوهنې وزارت او سترې محکمې ویاندویانو نن خبري غونډه کې د دې نظرپوښتنې په اړه غبرګون وښود.
د سترې محکمې ویاند امانالله ایمان د دې نظرپوښتنې په ردولو سره وویل چې دا نظرپوښتنه مبهمه، بېمعیاره او ناعادلانه ده.
ښاغلی استدلال کوي چې په نظرپوښتنې کې له ۸ زرو کسانو سره مرکې شوې چې همدا ټکی پوښتنه راپیدا کوي چې ایا دې ټولو ۸زرو تنو سترې محکمې ته د کومې موضوع په اړه مراجع کړې او کهنه دا تور بېبنسټه لګول شویدی.
د دې بنسټونو په اړه د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د راپور د پایلې راپور
دغه راز، د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل، هره نظرپوښتنه باید په پای کې له اړوند بنسټ سره شریکه او د هغه دریځ ته پهکې ځای ورکړل شي.
د مېرمن نزهت په وینا، د روڼتیا څار نظرپوښتنه دوه کاله مخکې پیل شوې؛ خو ښايي له دوو کالو راوروسته په وزارت کې د سمون په اړه پام نهدی شوی. د دې په خبره، ۱۳۹۷ کال چې د افغانستان په تاریخ کې د عطف ټکی دی؛ ممکن د افغانستان روڼتیا څار بنسټ ترې بېخي خبر هم نه وي.
له بلهپلوه د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې هغه رپوټ ناسم وبللو چې د کانونو په ایستلو او د هغو په تړونونو کې یې د فساد خبره کړېوه.
ویل شوي، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په نظرپوښتنه کې د ۳۴ ولایتونو له ۸۰۰۰ اوسېدونکیو سره مرکې شوي چې په پایله کې یې محکمې، د پوهنې وزارت او لویه څارنوالي په ترتیب تر ټولو فاسد دولتي بنسټونه ښودل شويوو.





