
د شري یا سرخکان ناروغۍ په نورستان ولایت کې خوله وازه کړې.
سرخکان د یو خاموشه مرګوني ویروس په توګه يې د لسګونو ماشومانو ژوند اخیستی او دغه ناروغي مخ په پراخېدو ده، چې په یاد ولایت کې يې زیاتې کورنۍ اندېښمن کړې دي.
د کامدېش دوو اوسېدونکو د ټیلیفون پر لیکه سلاموطندار ته وویل، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله په مېردېش، ناریت، ایلګل او یو شمېر نورو کلیو کې له ۶۰ زیاتو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دوی وايي: "ناریت کې ۵۰، کوټا کې ۱۵ ، میردېش کې څلور ماشومان مړه دي، او مختلفو نورو کلیو ته یې هم سرایت کړی، دې ناروغۍ دوه میاشتې وخت ونیوه."
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د نا امنۍ له امله واکسیناتوران ځینو ته نه شي تللی؛ نو ځکه دغه ډول ناروغۍ راپیداکېږي.
دوی وايي، په قومي کچه هم د دغه ستونزې د هواري له پاره لازم ګامونه نه دي پورته شوي، ځکه یاده ستونزه همداسې پر ځای پاتې ده.
"هر کلي کې د ټوپک سالارو مشري ده، د هغوی حاکمیت دی، څوک میداني خبره نه کوي، که کولای یې، اوس به امنیت تامین وای."
دوی وايي، که روغتیا وزارت او ولایتي اداره په دې اړه کوټلي ګامونه پورته نه کړي؛ نو سیمه کې به یو لوی انساني ناورین رامنځته شي.
په ورته وخت کې د نورستان د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسماعیل ستانکزي سلاموطندار سره په اړیکه کې وویل، د یاد ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې دغه ناروغي د نا امنیو له امله مخ په پراخېدو ده، چې تر اوسه یې له امله دوی ته د ۱۵ ماشومانو د مړینې راپور رسېدلی دی او د نورو راپور ځکه نهلري، چې هلته امنیتي وضعیت ښه نهدی او په هغو سیمو کې دوی ته اجازه نه ورکول کيږي.
نوموړی وايي، دغه ناروغي تر ډېره بریده په هغو کلیو کې خپره ده، چېرته چې وسلهوال طالبان حاکم دي.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسماعیل ستانکزی وايي، دغه ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هڅه یې ده، چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یادې ستونزې ته بنیادي حل راوباسي.
![]()
کوښښ مو وکړ، چې په دې اړه د ولایتي ادارې نظر هم واخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره، سره هم پرې بریالي نه شو.
بل پلو د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبېح الله مجاهد سلاموطندار ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې دوی په هېڅ سیمه کې هم د واکسین مخه نهده نیولې، چې په وینا یې ځینو سیمو کې ولسي وګړي خپله د واکسین سره مخالف دي.
دی وايي، په دې اړه یې د خلکو د پوهونې هڅې روانې دي.
د طبي معلوماتو پر بنسټ، د شري ناروغۍ څخه په اسانه توګه هغه هم د واکسين په مټ مخنيوى کېداى شي.
شری یا سرخکان، يوه ساري او سخته ناروغي ده، چې د يوه ويروس پهواسطه رامنځته کيږي، خو د واکسين په دوو څاڅکو سره د هغه څخه مخينوى هم کيدلاى شي.
د سرخکان ناروغۍ اړوند پايلې، لکه سخت نس ناستى، د وجود د اوبو وچيدل، ړوندوالۍ، د مغزو پاړسوب، د غوږونو ناروغۍ او نور دي.
د شري ويروس په کوچنيو څاڅکو کې په دې ناروغۍ اخته کس له پوزې او خولې څخه د پرنجيدو او ټوخي پر وخت کې د باندې وځي.
د ډاکټرانو د معلوماتو لهمخې، دا ناروغۍ هغه وخت خپريږي، چې نور کسان دا څاڅکې تنفس کړي.
د یادې ناروغۍ لومړنۍ نښه د ډيرې مودې لهپاره لوړه تبه ده، چې دا تبه ۴ او يا ۷ ورځې دوام مومي.





