ځوانانو ته د کاري زمینې نه برابرول، په حکومت کې ونډه نه ورکول او د ظرفیت لوړونې په برخه کې پانګونه نه کول د دې لامل شوي دي، چې ځوانان له حکومت څخه ناراضه شي او له هېواده د تېښتې لاره غوره وګني.
د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې په تازه ګۍ سره په څوو لویو ولایتونو کې د ځوانانو حالت په اړه څېړنه کړې ده.
د دغې موسسې رییس حبیب شینواري د ځوانانو د حالت څېړلو له پاره بلخ ولایت ته تللی و.
دی وايي، چې ناامني او وزګاري د دغه ولایت د ځوانانو له اساسي ستونزو نه دي.
شینواري وایي، چې په حکومت کې ځوانانو ته ونډه ورکول یواځې د رایو لاسته راوړلو له پاره ټاکنیز شعار و.
دی وايي، چې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې ناامني او اوزګارتیا د ځوانانو پر مخ پرتې ننګونې دي.
د نوموړي پر وینا، د دوی څېړنې ښيي، چې ځوانان د حکومت په اړه ښه اند نه لري او لامل یې دا دی، چې حکومت د ځوانانو له پاره ځانګړی پروګرام نه لري.
شینواري زیاته کړه، د دوی د څېړنو پر بنسټ له ۷۵ تر ۸۵ سلنو پورې ځوانانو د حکومت له کړنو ناراضه دي.
له بل لوري د ولسي جرګې غړې برشنا ربیع وايي، چې نه یواځې په ملي یووالي حکومت کې بلکې په تېر حکومت کې هم ځوانانو ته ونډه نه وه ور کړل شوې.
د مېرمن ربیع پر وینا، په حکومت کې ځوانانو ته ونډه نه ورکول او په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیان به څو کلونه وروسته برسېره شي.
په بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانان د ژوند له سخت حالت نه اندېښنه ښيي.
د ځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت جوړل، په حکومت کې ځوانانو ته ونډه، د ځوانانو د ستونزو حل د هغو ژمنو برخې وې، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنو پر مهال کړې وې.
ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې د ځوانانو غوښتنو ته ځواب نه ویل د دې لامل شوي دي، چې دوی بهرنیو هېوادونوته لاړ شي او که دغه چاره دوام وکړي په راتلونکي کې به لوی بحران رامنځته کړي.





