.jpg)
د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اوسېدونکیو د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان «تالقانو ښار ته د یوې ښځې لېږدولو» پرمهال نیولی دی. قوماندان ګلستان مخکې له دې چې د خلکو لهخوا وډبول شي د پولیسو هڅو په پایله کې ژغورل شوی دی.
د رستاق استوګنو په یوې اعتراضیه غونډه کې په قوماندان ګلستان د اخلاقي فساد تور پورې کړ او د هغه د سزا غوښتنه یې وکړه.
یو اعتراض کوونکي امان جلیلي سلاموطندار ته وویل: «قوماندان ګلستان مو د جرم د ارتکاب پرمهال ونیولو، غوښتل یې پر هغې ښځې تېری وکړي.»
د تخار د والي ویاند سنتالله تېمور وايي، د ښاغلي ګلستان دوسیه د زیاتې څېړنې لهپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل کېږي.
خو د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د رستاق امنیې قوماندان غوښتل دغه مېرمن د نوملیکنې ثبت یو مرکز ته بوځي. د اسیر په خبره، د قوماندان ګلستان د دوسیې تر څېړلو د روستاق د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال د امنیې قوماندانۍ سرپرست ټاکل شوی دی.





