تخار؛ طالبان د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندوي

درې ورځې کېږي چې په تخار ولایت کې مخابراتي شبکې د مازدیګر له ۵ د سهار تر ۵ بجو فعالیت نه کوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې طالبانو په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د اتصالات شبکې څلور غړي یرغمل کړل.

طالبانو همداراز د اتصالات مخابراتي شبکې د انتن ورکړې اړتیا وړ یوشمېر وسایل هم له ځانه سره وړي او ویلي یې دي چې د اتصالات شبکې دا څلور کارکوونکي یې ځکه بندیان کړي چې د دوی له اوامرو یې اطاعت نه کاوه.

د تخار یوشمېر اوسېدونکي وايي، له څو شپو راهیسې چې د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیت درېدلی، د سلام دولتي سیمکارت بیه هم ډېره لوړه شوې ده.

د تخار د تالقانو ښار اوسېدونکي اسدالله تیمور او نعیم رحیمي وايي، د مخابراتي شبکو د فعالیت له بندېدو سره سم په دغه ولایت کې د یوه سلام‌ سیمکارت بیه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو رسېدلې ده.

د دوی په وینا، د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او مخابراتي شبکې او حکومت باید ژرترژره دا ستونزه حل کړي.

د دوی په خبره، د حکومتي چارواکو بې‌پلاني او مسوولیتونو ته نه پام د دې لامل شوی چې دغه ډله په تخار ولایت کې خپل پلانونه عملي کړي.

که څه هم د افغان بېسیم مخابراتي شرکت انټرنېت د شپې له لوري کار کوي، خو په تخار کې د دې مخابراتي شبکې یو کارکوونکی وایي چې تر راتلونکیو څو شپو د دې شبکې انټرنېټ هم پرې کېږي.

خو په تخار کې د مخابراتو ریاست چارواکي وايي چې د مخابراتي شبکو دغه پرېکړه د نه منلو او له قانون نه سرغړونه ده. چارواکي وايي، مخابراتي شبکو د خپلو چارواکیو په امر په شمال‌شرق زون کې خپل فعالیتونه د شپې له لوري درولي دي.

د تخار د مخابراتو رییس غفور تلاش وايي، په یوه غونډه کې یې مخابراتي شبکو ته ګوت‌څنډنه کړې چې د شپې له لوري خپل فعالیت بند نه کړي.

د تخار امنیه قوماندان حشمت مسلم وايي، مخابراتي شبکې له هېڅ ډول جدي ګواښ سره مخ نه‌دي او د مخابراتي شبکو دغه پرېکړه سیاسي ده.

د نوموړي په خبره، د مخابراتي شبکو په یوه مرکزي سایټ کې کومه ستونزه چې د کوکچې شاوخوا ته پیدا شوې وه، د امنیتي ځواکونو له لوري حل شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام