
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په ۱۷ ولايتونو کې د کورونا ويروس ۱۹۰ تازه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د ياد وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، تازه پېښې ۴۱ په پکتیا، ۳۰ په هرات، ۲۵ په کندهار، ۲۴ په کابل، ۱۷ په بلخ، ۱۳ په ننګرهار، ۱۱ په لغمان، ۹ په فراه، ۶ په سرپل، ۵ په کونړ، ۳ په زابل، ۲ په پکتيکا او يو يو په هلمند، خوست او روزګان ولايت کې ثبت شوې دي.
له دې سره د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د کورونا ويروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد چې له ډلې يې ۹۰ کسان مړه شوي او ۳۹۷ روغ شوي دي.
وحید مجروح زياته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ کسان روغ شوي او خپلو کورونو ته استول شوي او همداراز ۵ کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړ چې که خلک روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي، نه یوازې ځانونه بلکې ټول ملت به قبرونو ته ښکته کړي.
د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو او دغه راز د خلکو د پاملرنې کچې کمېدو سره مل، د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل، د نړیوال بانک ۱۰۰ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته او دغه راز د اسیا پراختیايي بانک ۴۰ میلیون ډالره مرسته به هم د درېیو کالو په اوږدو کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په چارو ولګول شي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس وايي، تر راتلونکيو څو اوونیو پورې به د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۸ نور د تشخیص لابراتوارونه هم جوړ کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي د هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا ویروس د تشخیص وسایلو او د چټکو ټسټونو برابرولو ډاډ ورکوي.
په توله نړۍ کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ ميليونه او ۵۶۶۲۳۰ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۲۴۸۳۸۵ يې مړه شوي او ۱۱۵۴۰۲۵ يې روغ شوي دي.





