د کرونا د تشخیص وسایلو کمښت؛ د هرات لابراتوار تړل شوی

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کوویډ ۱۹ د تشخیص وسایلو نشتون په دلیل، د دغه ولایت لابراتوار د سې‌شنبې شپې د حمل ۱۹مې راهیسې تراوسه پورې د وسایلو نه رسېدو له امله تړل شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریسی عبدالحکیم تمنا وايي، دغو موادو او وسایلو کې «VTM » او «RNA Extractor» شاملیږي، چې د هېواد زیاتره لابراتوارونه د دغو وسایلو کمښت سره مخ دي.

د هغه په وینا، دغه وسایل ټوله نړۍ کې ستونزو ترلاسه کیږي. ښاغلی تمنا وايي، د عامې روغتیا وزارت هم د دغو دوو وسایلو کمښت سره مخ دی او دغه توکي یوازې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري چمتو کیږي.

د هرات د عامې روغتیا رییس زیاتوي، د اړتیا وړ توکو او وسایلو نوملړ یې د عامې روغتیا وزارت د اکمالاتو کمیټې ته استولی دی.

د هغه په وینا، ځینې وسایل به د نن چهارشنبې مازیګر او یوه لویه محموله به یې هم تر راتلونکو پنځو ورځو پورې دغه ولایت ته ورسیږي.

ټاکل شوې دغه وسایل د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د یوناما الوتکې له لوري هرات ته واستول شي.

ښاغلی تمنا زیاتوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د دغو وسایلو د استولو ژمنه کړې او په رسېدو سره به یې، په کرونا ویروس له اخته مشکوکو کسانو څخه د سمپلونو اخیستو بهیر پراخ شي.

هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار داسې مهال د وسایلو کمښت سره مخ شوی، چې دامهال دغه ولایت کې ګڼ شمېر مشکوک کسان د خپلو معایناتو پایلو ته په تمه دي. یو شمېر دغه کسان وايي، پنځه ورځې کیږي چې د هغوی معاینات نه دي مشخص شوي.

دا داسې مهال دی، چې روغتیاپالان خبرداری ورکوي که د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د ازمایښت وسایل هر څه ژر د هرات لابراتوار ته ونه رسیږي، په کرونا ویروس مشکوک کسان به دغه ویروس تر دې زیات ټولنه کې خپور کړي او انساني ناورین به رامنځ ته شي.

هېواد کې تراوسه د کرونا ویروس ۴۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په اساس، د کرونا ویروس هېواد کې تراوسه ۱۴ کسان مړه کړي او ۲۰ نور بیا ترې روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام