
د پکتيا يوشمېر اوسېدونکي او د ښوونځيو زدهکوونکي د ښوونځیو ودانیو نهشتوالي له امله شکایت کوي. دوی وايي، چې زدهکوونکي د دوبي موسم کې سره لمر ته زدهکړې کوي.
د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی صفت الله وايي، چې د دې ولسوالۍ موجوده ښوونځي ودانۍ او مناسب ځای نهلري.
دی وايي، ښوونځي نه یوازې ودانۍ، بلکې د زدهکوونکیو د کېناستلو لهپاره څوکۍ، د ټولګي لیکدړه او حتا فرشونه هم نهلري، چې زدهکوونکي تدرس ته پرې کېني.
د پکتیا اریوب ولسوالۍ یو بل استوګن امین الله سلاموطندار ته وویل، چې په ډېرو ولسوالیو کې موجود ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي په خلاص چاپېریال کې درسونه وايي.
دی وايي، دغه چاره د دې لامل شوې، چې د درس په جریان کې د زدهکوونکیو فکر له ټولګې د باندې وي.

دغه راز یوشمېر زدهکوونکي وايي، ښوونځي یې ودانۍ نهلري او د ګرمۍ او یخنۍ پرمهال له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، له پوهنې وزارته غواړي، چې د ښوونځیو لهپاره ودانۍ جوړې کړي.
زدهکوونکیو وویل، د ځېنو درسي موادو، د ناستې لهپاره د فرشونو او د لیکدړو نهشتوالي له امله درسي بهیر له خنډ سره مخ دی او په ټولګي کې درسي چاپېریال شیندلی دی.
د پکتيا د پوهنې ځایناستی ریيس کوچی ځاځی دغه ستونزې مني، وايي چې په ۱۳۹۶ ښوونیز کال به له ۶ تر ۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
ځاځی له پوهنې وزارته غواړي، چې د دې ولایت د ښوونځیو وادنیو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د پکتیا د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ولایت د ۳۶۰ ښوونځیو له ډلې ۱۰۰ هغه لېسې، ۸۷ هغه یې منځني ښوونځي او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.
د دې ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په پکتیا ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ رزه زدهکوونکي، چې ۵۲ زره یې نجونې دي؛ ښوونځیو ته ځي.





