لوی څارنوال: له فساد سره به غوڅه او جدي مبارزه وکړو

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي نن په هېواد کې د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي  فرانز میشل ملبین سره ( په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې تګ لوري) ترسرلیک لاندې غونډه کې ډاډ ورکړ، چې وروسته له دې به د فساد پر ضد جدي  مبارزه وکړي.

حمیدي زیاته کړه، د حکومت  مشرتابه په کچه په هیواد کې  له فساد سره د مبارزې غوڅ  نیت، او اراده  شته.

حمیدي وایي، چې د لویې څارنوالۍ په چوکات کې له فساد سره د مبارزې ځانګړی عدلي مرکز هم  جوړیږي، چې هیڅ ډول سیاسي فشارونه او لاسوهنې به په کې نه وي.

د هغه پر خبره، د افغانستان څارنوالي، د هیواد عدلي او قضايي نظام د یوې برخې په توګه له ادارې فساد سره د مبارزې په لار کې خپلې ژمنې، دندې او مسوولیتونه په غوڅه او جدي توګه ترسره کوي.

په ورته وخت کې لوی څارنوال ولس ته ډاډ ورکړ، چې تر دې وروسته به دولتي مامورین په  دواړه لاسونو ولس ته  کار وکړي  نه دا، چې  یو لاس یې په کار او بل يې د ولس په جیبونو کې وي.

دغه راز، غونډې ته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز میشل ملبین وویل، چې دا غونډه له ادارې فساد سره  د مبارزې له پاره د افغان دولت او نړیوالې ټولنې اراده ښيي.

ملبین زیاته کړه، افغانان د فساد له پایلو ځوریږي او له  فساد سره د مبارزې په برخه کې  باید د معافیت فرهنګ له منځه لاړ او شفافیت رامنځته شي.

نوی لوی څارنوال په داسې حال کې له فساد سره د جدی او غوڅې مبارزې ټټر وهي، چې یو شمیر بنسټونو خپله د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه پر فساد تورن کړي او ویلي يې دي، چې د فساد سره مبارزه باید له دغو ادارو پېل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام