د بامیانو په زرګونو اوسېدونکیو نن جمعه د (می ۶مه) د یو پراخ لاریون په ترڅ کې د ټوټاپ برېښنايي مزو تغییر سیاسي لوبه وګڼله او له حکومته یې وغوښتل، چې د خلکو ارادې ته، چې د برېښنا مزي د بامیانو – میدان وردګو پر مسیر تېرېږي، احترام وکړي.
اعتراضګرو د «حکومت حکومت، عدالت عدالت. د ټوټاپ انحراف ښکاره تبعیض او متوازنه پراختیا زموږ حق دی» شعارونه ورکول او له حکومته یې غوښتل، هغه طرحه چې بهرنیانو او کورنیو متخصصانو د ټوټاپ په اړه ورکړې ده؛ پلې کړي. د دوی پر وینا، دې متخصصانو په خپلو څېړونو کې ویلي وو، چې د برېښنا دا مزي به د بامیانو او میدان وردګو پر ولایتونو تېرېږي.
یوه لاریونواله عارفه اکبري د برېښنا د خط سیر د تغییر په اړه سلام وطندار ته وویل، حکومت د دې برېښنا مسیر د ضد له مخې بدل کړ، په داسې حال کې چې پوهېدل، پر سالنګ د دې برېښنا تېرېدل به د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي. د اکبري په وینا، د ملي یووالي حکومت د هېواد مرکزي سیمو خلک د محروم ساتلو هڅه کوي او د کابینې د وزیرانو له ډلې یو هم د دې کار د توجیه له پاره منطقي دلیل نه لري.
د دې ډلې بل اعتراضګر صادق علي یار د ټوټاپ برېښنايي پروژې د بدل شوي مسیر په اړه وايي، د هېواد مرکزي سیمې تر اوسه له هېڅ ډول لویې پروژې نه نه دي برخمنې شوې او د دې ملي پروژې د لوري بدلون به د دې سیمو د خلکو له پاره ستر توهین وي.
دا لاریونوال وايي، که حکومت پر خپلې پرېکړې بیاځلي فکر ونه کړي؛ د مرکزي سیمو خلک به خپل ټول استازي له دولتي ادارو نه راوباسي او دولتي بنسټونه به هم وتړي.
له دې ټولو اعتراضونو سره ـ سره بیا هم د ملي یووالي حکومت د کابینې پر کړې پرېکړې ټینګار کوي. د برېښنا شرکت څو ورځې مخکې ویلي وو، حکومت برېکړه کړې، چې دا ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا به د سالنګ له لارې تېرېږي؛ خو مرکزي ولایتونه به لومړني ولایتونه وي، چې د ټوټاپ برېښنا ترلاسه کوي.





