
زهرا یګانه هغه څوک ده چې کلونه مخکې له خپل خاونده جلا شوه. اغلې یګانه څه موده وړاندې له خپلې لور او زوی سره د پاسپورټ اخېستلو لهپاره کابل ته راغلې وه؛ خو د کابل پاسپورټ ریاست ورنه د ده د اولادونو د اثبات په پار د هغوی پلار، کاکا او یا بابا ورغوښتي وو چې د خاوند کورنۍ يې پهدې برخه کې هېڅ ډول مرسته ونهکړ او په همدې اساس د نوموړې اولادونو پاسپورټ وانهخېستلی شو.
مېرمن زهرا یګانه وايي چې د پاسورټ ریاست مامورینو ورته د پام وړ ټکی وړاندیز کړی و او ورته ویلي یې وو، که د اجازې پرځای د نجلۍ د تره کور د برېښنا بيل هم ور وړي؛ پاسپورټ اخېستلی شي.
د افغانستان مدني قانون ۲۴۹ مې مادې پر بنسټ، مور ته د زوی د حضانت موده ۷ کاله او د جلۍ لهپاره ۹ کاله ټاکل شوې چې وروسته لهدې مودې وروسته اولادونه خپل پلار، د هغه کورنۍ او یا خپلوانو پورې اړه لري.
مدافع وکیله نجلا راحېل وايي، که خاوند د حضانت په موده کې ټول سندونه لکه پاسپورت او تذکرې مېرمنې ته ورنهکړي؛ مجرم ګڼل کېږي او اړینه ده چې سزا وویني.
خو د مېرمن زهرا درد بل ډول دی. هغه وايي چې ماشوم د مور له وینې تغذیه کېږي او د هغه په ژوند کې ډېر رول د مور وي؛ خو ولې د پلار د کمزورې سرپرستۍ له امله اولادونه د پلار کورنۍ او یا خپلوانو ته وسپارل شي او مور بېبرخې شي؟
دغه راز، د ښځو او ماشومانو څېړنې بنسټ مشره زرقا یفتلي وايي چې د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه د مدني قانون حضانت او سرپرستۍ برخه کې د بدلون لهپاره عدالت غوښتنه کوي چې د کورنۍ قانون په مفادو کې پرې بیا کتنه وشي.
مېرمن زهرا یګانه چې خپله هم د ښځو حقونو فعاله ده، باوري ده چې ورته قوانین مېرمنې له سختۍ سره مخوي او یوازې په ټولنه کې د فساد او بډو ورکولو سببېږي، ځکه چې میندې اړېږي چې د خپلو اولادونو لهپاره له ناقانونه لارو پاسپورتونه او تذکرې واخلي.





