الله محمد کاکړ د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې دی، چې د سوکاله او خوندي ژوند له پاره اروپا ته تللی و او هلته یې دوه کلونه تېر کړل او بلاخره بېرته راستون شو.
کاکړ په سیاسي او ټولنیزو علومو کې لیسانس او په اقتصاد کې ماسټري لري.
الله محمد کاکړ اوسمهال د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې دوکتورا کوي.
نوموړي د جرمني حکومت له خوا د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې دنده لرله.
کاکړ وايي، هلته د جرمني هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې دنده لره او یو ورځ یې د دغه وزارت د ودانۍ په یو دېوال دوه ځړول شوي انځورنه ولیدل او د ژوندل لاره یې ورته بدله کړه.
دی وايي، چې په ځړول شویو انځورنو کې د اروپا د جګړې د وخت انځور او د اوسنۍ اورپا انځور نندارې ته کېښودل شوي وو او دغو انځورنو په لیدنو سره له سترګو تړمې تړمې اوښکې روانې شوې.
په لومړي انځور کې په کنډوالو بدله شوې اروپا یې نندارې ته ایښې وه او په دویم هغه کې یې د ښایستونو ښار اروپا نندارې ته ایښې وه.
.jpg)
د جرمني هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو مامور کاکړ ته وايي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جرمني په یوې کنډوالې بدل شوی و.
ده ته کیسه کوي، چې جرمنیانو څه ډول خپل هېواد د اروپا دویم اقتصادي ځواک جوړکړ.
دغه ټول مسایلو پرې اغیزه کوي او د ژوند لوری یې بدلوي.
نوموړی اروپاته د مهاجرت له خوږ تر خو کیسه کوی او وايي، چې اروپایانو به تل ختیځوالو ته ویل، چې تاسې دلته یوازې میلمانه یاست او دا ستاسو خاوره نه ده.
کاکړ وايي، چې پرېکړه مې وکړه، د تل له پاره خپل هېواد ته وګرځم او موخه مې یوازې د خپل وطن ابادول دي.
نوموړي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د افغانستان ابادول یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې ټول ځوانان د دې د ابادولو مسوولیت لري.
کاکړ له ځوانانو غواړي، چې یو بل ته لاس ورکړي او خپل هېواد اباد کړي.
د ده، په خبره کله چې افغانستان را ته را ستون شو، د ځوانانو د کارموندنې له پاره یې یوه موسسه جوړه.
د غه موسسه د سولې او کارموندې په برخه کې کار کوي او تر اوسه پورې یې سلو ځوانانو ته د پیالیو پر مخ د انځورو جوړول هنر ور زده کړې دی.
دی له ټولو لوستو ځوانانو غواړي، چې هېوادې نه پرېږدي او په خپله دې د وطن ابادولو له پاره کار وکړي.





