برمته کېدل، تنده او بيګاري؛ په کندهاري ځوان څه تېر شول؟

امین‌الله د پاکستان بلوچستان ایالت ته د تګ په حال کې دی. له څو ساعتونو مزل وروسته د یوې ابادۍ څنګ ته له موټره ښکته کېږي چې د ملګري کور ته لاړ شي؛ خو یو وخت یې پام کېږي چې یو موټر یې خواته کرار ـ کرار ور روان دی. دوه نقاب‌پوشه کسان له موټره ښکته کېږي او هغه موټر ته اچوي. امین‌الله له هغوی پوښتي چې څوک دي؛ خو د هغه ځواب نه‌ورکوي او په خوله یې دسمال ږدي او بې‌هوښه کوي یې.

د شپې ناوخته په هوښ راځي او ویني چې په یو تیاره کور کې زنداني دی. برمته‌‌کوونکیو له امین‌الله جامې او بوټان ویستي وو او لاسونه یې ورتړلي وو. هڅه کوي چې لاسونه خلاص کړي؛ خو نه بریالی کېږي.

سر پرې ګرځي او تر اوسه نه پوهېږي چې څه پرې شوي، بالاخره له ټولو هڅو تېرېږي او سترګې بندوي، ویده کېږي. سهار چې څنګه له خوبه پاڅېږي؛ چغې وهي «څوک شته چې ما خوشې کړي.»

یو ساعت وروسته یو مخ‌پټی سړی خونې ته وروننوځي. امین‌الله ته نیمه ډوډۍ ورکوي. دا سړی وځي او بل له ټوپک سره خونې ته ورځي. برمته‌کوونکی امین‌الله ته خبرداری ورکوي، که غږ ـ غوږ وکړي؛ زیان به وویني.

امین‌الله بېخي اشتهاء له لاسه ورکړې‌وه او تبې نیولی و او ټول وجود یې درد کولو. یوه اوونۍ یې همداسې تېره کړه. یوه شپه ناڅاپه دروازه خلاصېږي او برمته‌کوونکي له امین د لاس په اشارې سره غواړي چې له خونې ووځي. امین ډاډه و چې د مرګ وخت یې رارسېدلی دی. لاسونه او پښې یې تړي او هغه یو کانټینر کې ـ چې په یو موټر کې بار وي ـ اچوي.

له څو ساعته مزل وروسته موټر یوځای درېږي. د کانتینر دروازه خلاصېږي او برمته‌کوونکي د امین پر مخ اوبه ورشیندي. امین‌الله شاوخوا ګوري؛ سر تر پایه دښته او غر دی او په یو کونج کې یې خلک په کار لګیا دي.

هلته د ډبرو سکرو کان و چې په سلګونه تنه په‌کې په کار بوخت وو. دې خلکو په بېلابېلو ژبو خبرې کولې. امین‌الله هم په یوځای کې د کان په کیندلو بوختېږي. سهار به یې یو ګیلاس «دودهـ پتي» ـ چې په پاکستان کې رواج ده ـ له نیمې ډوډۍ سره ورکوله. غرمه او ماښام به یخ دال د امین‌الله په ګډون د ټولو کارګرو خوراک و. هغه له سهاره تر ماښامه د ماشین په شان کار کولو. له نورو کارکوونکیو سره خبرې او حتا کله ناکله به لمونځ کول هم منع وو.

امین‌الله په همدې ډول تر ۱۸ میاشتو کار وکړ. د ناروغۍ پرمهال د ډاکټر درک هم نه و او کله ناکله به یې په یوې جوشنده ګولۍ ناروغي دفع کوله، په‌داسې حال کې چې هېڅ ګټه یې نه‌لرله. له ډېرې ناروغۍ وروسته یې د یو بلوچ څوکيوال په‌واسطه نیمه شپه تېښته وکړه او د هغه په لارښوونه یې ځان د پولیسو نږدې حوزې ته ورسولو.

د امین‌الله سترګې د هغه څه په اړه ـ چې پرې تېر شوي ـ له اوښکو ډکېدلې. هغه وايي چې له برمته‌کوونکیو نه خلاصون د درد نه د خلاصون په معنا نه و؛ ځکه چې پولیسو هره اوونۍ له ده پوښتنې کولې او سپکوونکی چلند یې ورسره کولو.

له یوې اوونۍ وروسته د کوټې پشین ته نږدې خپلو دوستانو ته ورلېږل کېږي. هغه هم په‌داسې حالت کې چې دوستانو یې نه پېژند. ۱۲ ورځې په روغتون کې بیسترېږي او بیاځلي کندهار ښار ته راګرځي او تر اوسه له هماغه درد نه په تکلیف دی.

د انساني‌قاچاق کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړشوی او تدوین شوی‌دی.

د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له‌مخې قاچاقیان وپېژني او د انساني‌قاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبه) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) په شپږمه ماده کې د انساني‌ًقاچاق او کډوالۍ قاچاقد د قربانیانو د پېژندنې د روشونو په اړه راغلي چې قربانیان په لاندې ډول پېژندل کېږي:

•          له قرباني شوي شخص سره د لومړني غیر رسمي بحث نتایج

•          د ظاهري شکل او چلند د ډول څارنه

•          د قرباني شوي شخص له لوري وړاندي شوي معلومات

•          د هغه حالت تحلیل او بحث چې قرباني په‌کې پيدا شوی‌وي

•          اړوندو مراجعو ته د انساني‌قاچاق کډوالۍ قاچاق د قربانیانو مراجعه.

امین‌الله په پورته ټولو یادو شویو شرایطو برابر دی. یوازې دا نه پوهېد چې د کوم قانون پر اساس کومې ادارې ته مراجعه وکړي؛ خبر نه و. خو دولتي بنسټونه باید د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM)پر اساس ډېر ژر دې قرباني شوي شخص رسیدګي وکړي او هغه له‌دې سخت حالته وباسي.

د کندهار د عدلیې رییس نېک‌محمد احمدي انساني‌قاچاق خطرناکه ښکارنده بولي او عدلیې ریاست د دې ښکارندې پر ضد له اړوندو ادارو او ښاریانو سره په پرله‌پسې ډول غونډې کوي چې د دې موضوع په اړه د خلکو عامه‌پوهاوی زیات شي.

د ښاغلي احمدي په وینا، د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق پر ضد مبارزې قانون او د جزا کوډ د انساني‌ً قاچاقیانو له‌پاره له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې حبس ټاکلی دی.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس محمدرحیم رحیمي هم وايي چې په روان لمریز کال کې ـ چې ۳۰۰ تنه د کندهار له لارې پاکستان او بیا اروپا ته تلل ـ د کندهار سرحدي پولیسو ته سپارل شوي. د ده په وینا، له دې ډلې ډېرو یې د قاچاقیانو د وهلو او ډبولو نه شکایت کولو.

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې تر اوسه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته ۷۲۱ کورنۍ له مدرک او ۳۳۱۳ کورنۍ له فاقد مدرک سره ورغلي چې هغوی ته یې رسیدنه کړې‌ده.

خو د کندهار مدني فعال احمدالله هېوادووال وايي، که حکومت د انساني قاچاق پر ضد مبارزه کوي؛ د ځوانانو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښه‌والي له‌پاره دې پروګرامونه جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام