د حفیظې مور: ګاونډیانو مې لور له جنسي تېري وروسته ووژله

۱۶ کلنه حفیظه هغه جلۍ ده، چې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. مور یې وايي: «ماښام مهال و، چې حفیظه غوا او خوسکي ته د وښو اچلو له پاره غوجلې ته لاړه، له ډېر وخت وروسته معلومه نه شوه، کله چې زه ورغلم، مړی یې پروت و.» د دې پر وینا، علي محمد او ابراهیم هغه اشخاص دي، چې حفیظه یې له جنسي تېرې وروسته وژلې ده. هغه وايي: «له حکومته دواړه اشخاص روغ غواړم، چې په خپلو لاسونو یې په ژوندوني وسوزوي.»

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، چې ناپېژندو اشخاصو په دې جلۍ جنسي تېری کړی دی او بیا یې په څادر باندې زندۍ کړې او وژلې ده. د یورش پر وینا، د پېښې د پلټنې او د مجرمانو د نیولو هڅې روانې دي.

د فاریاب ملکي روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر سمیر عنایت هم له وژنې مخکې پر جلۍ د جنسي تېري موضوع تاییدوي.

د فاریاب د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس سیدحفیظ الله فطرت دا پېښه ټکان ورکوونکي بولي او له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د دې پېښې عاملان د مجازاتو په پار ونیسي.

ښاغلی فطرت جنسي فقر، فرهنګي او اقتصادي ستونزې، بې سوادي، له اسلامه ناخبري او د ودونو لوړ لګښتونه د دې ډول پېښو مهمې انګېزې بولي.

د فاریاب ولایت د بشرحقونو خپلواک کمېسیون دفتر وايي، چې د روان لمریز کال په جریان کې په دې ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې ۳۲ پېښې ثبت شوي، چې ۲۸ یې د قتل او ۵ یې د ځانوژنې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام