
د جوزجان خماب ولسوالۍ کې یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ سلام وطندار ته وايي، وروسته له هغې چې طالبانو د دې ولسوالۍ په ځېنو مهمو سیمو کنټرول خپل کړ؛ د دوی کورونه او دوکانونه یې وسوځول.
دغه کورنۍ چې د شبرغان اندخوی او مزار شریف ته کډه شوي ادعا کوي چې تراوسه پورې هېڅ کوم بنسټ له دوی سره مرسته نهده کړې.
د جوزجان خماب ولسوالۍ څخه درې بېځایه شوي، زلیخا، کلثوم او خیرمحمد چې سرګردانه ګرځي وايي چې د استوګنې ځای نهلري او هېڅ یې له ځان سره نه دي راوړي. دوی وايي، که هره مرستندویه اداره مرسته کوي؛ ژر دې لاس په کار شي چې له سخت حالت سره مخ دي.
یو شمېر کورنۍ ـ چې له وېرې مرکې ته نه حاضرېږي ـ وايي، طالبانو خو یا د دوی کورونه سوځولي او یا یې هم ماینونه پهکې ځای پر ځای کړيدي.

د جوزجان خماب ولسوال انجینیر احمد هم سلاموطندار سره خبرو کې تاییدوي چې طالبانو دې ولسوالۍ څخه ۴۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړېدي.
د جوزجان خماب ولسوال زیاتوي، دا وخت د بېځایه شویو کورنیو وضعیت ډېر نازک دی.
دې سره د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست سرپرست سید طالب سادات وايي، د بېځایه شویو کورنیو له ډلې، یوازې ۴۰ کورنیو دغې ادارې ته مراجعه کړې چې د سروې بهیر به یې سبا پیل شي.
هاخوا د جوزجان امنیې قوماندانۍ امنیت امر کمالالدین یاور ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به خماب ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.





