د ښاروالۍ کارکوونکیو د موټر بم برید سیمې پاکولو پرمهال څه لیدلي؟

د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست کارکوونکي دنده لري له هرې چاودنې او ځانمرګي برید وروسته د پېښې سیمه پاکه کړي. خو دغو کارکوونکیو د کابل شنبې برید سیمه کې څه لیدلي؟

دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د برید ساحې په اړه وايي، چې سخت وېرونکی حالت و او د برید قربانیانو د بدن غوښو ټوټو راټولولو او وینو پاکولو د دوی په روان ناوړه اغېز کړی دی.

د کابل ښاروالۍ یو کارکوونکی رفیع له خپلو نورو همکارانو سره د صدارت څلور لارې د شنبې خونړي برید سیمې پاکولو ته تللی و. دی چې کیسه راخلي ستونی یې را ډک کېږي. رفیع وايي، د دغه برید د قربانیانو د بدن ټوټې یې پلاستیکي کڅوړو کې راټولې کړي دي او له روحي اړخه یې زښت ډېر زیانمن کړی دی.

د رفیع په خبره، دغو ورځو کې هېڅوک په ښار کې ځان خوندي نه احساسوي.

د عبدالباعث او مهمند په نومونو د ښاروالۍ دوو نورو کارکوونکیو چې د شنبې موټر بم برید سیمه یې پاکه کړې وايي، د بریدونو قربانیانو د بدن غوښو ټوټو راټولول یې ورځنۍ کار ګرځېدلی.

دوی وايي، د ښاروالۍ زیاتره کارکوونکي د قربانیانو د وینو او د غوښو ټوټو په پاکولو سره کاري ځواک له لاسه ورکوي؛ خو د مجبوریت له وجې دا کار کوي.

نکل کا، چې د دغه حالت په لېدو یې له ډوډۍ او خواړو زړه تورن شوي دي.

په کابل ښار کې وروستیو ترهګریزو بریدونو د وګړو رواني امنیت زښت خراب کړی دی. خلک له حکومته غواړي، د امنیت ټینګښت له‌پاره اغېزمن پلان ولري.

د کابل ښار شنبې خونړي موټر بم برید له‌کبله ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ تنه نور ټپيان شول؛ چې د وژل شویو کسانو له ډلې تراوسه پورې د ۴۰ تنو هویت لا هم تشخیص شوی نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام