هېواد کې د کرونا ویروس ۳۴۹ تازه پېښې ثبت شوې؛ ټولې ۶۴۰۲ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت لابراتوارونو کې د کورونا ویروس ۳۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېږي.

د کرونا ویروس له دغو ۳۴۹ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۱۲۶ کابل، ۵۶ پکتیا، ۳۷ ننګرهار، ۳۱ بلخ، ۲۹ هرات، ۱۱ بغلان، لس-لس کندهار او لوګر، اته اته په لغمان او سرپل، ۷ تخار،  پنځه پنځه جوزجان او بادغیس، ۳ پېښې کندوز او یوه یوه پېښه پنجشېر، پامیان او ‌وردک ولایت کې ثبت شوې ده.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله ۱۵ کسان مړه شوي او ۳۳ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شويو شمېر ۱۶۸ او د بېرته رغېدلو هم ۷۷۸ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام