
د افغانستان د سينماګرانو د اتحاديې رييس جوان شېر حيدري د ٦٨ کلونو په عمر ومړ.
د افغان فلم مسوولان وايي چې حيدري نن سهار ابن سينا روغتونو کې د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
د حيدري خپلوان وايي چې نوموړي څه موده وړاندې په روسيه کې د زړه عمليات کړی او تازه هېواد ته راستون شوی و.
جوان شېر حيدري «دهکدهها بیدار میشوند»، «گناه»، «صبور سرباز»، «حادثه»، «الماس سیاه»، «رویا و سربند»، «بابا»، «کجراه و الماس شرق» فلمونو کې کار کړی و.





