لوګر کې سیلابونو له سلو زیات کورونه نړولي

دغه سیلابونه تیره شپه په مرکز پل علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ورستیو سختو اورښتونو له امله راوتلي دي.

د لوګر یو شمیر اوسیدونکو سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ او تېره شپه د مرکز پل علم او برکي برک او خوښۍ ولسوالیو  کې د ورستیو سختو اوروښتونو له امله تر سلو زیات کورونه نړیدلي او پر زرګونه جریبه ځمکه ولاړ شنه فصلونه اوبو وړي دي.

سیلاب ځپلو کورنیو له دولته د ډیر ژر مرستې غوښتنه کړي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی خلیل الله وايي، چې په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه فصلونه او کورونه ورستیو سیلابونو له ځان سره وړي دي.

بل خوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار سره په اړیکه کې د پېښې پخلي ترڅنګ وايي، چې سیلاب ځپلو کورنیو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه یو ګډ کمیسیون ګومارل شوی.

صالح زیاته کړه، چې ورستيو سیلابونو په مرکز پل علم، بره کي برک، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې خلکو  ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د راپورونو بر بنسټ، دغو سیلابونو د مرکز پل علم شپږ کلي او په پښتون اباد، هونۍ سفلی، وزیرکلا کې یې لسګونه کورونه نړولي دي.

د ویلو ده، چې د سیلابونو له امله د سراوښتي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. 

پټه دې پاتې نه وي، چې په میدان وردګو ولایت کې هم د ورستیو اورښتونو  له امله سیلابونه راوتلي، خو  سیمه ییزو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام