د امنیه قواماندان ساتونکي که د هوسۍ ښکاریان

د بامیانو ولایت د چاپېریال ساتنې ځېنې فعالان په‌دې ولایت کې د امنیتي منسوبینو د ساتونکیو له لوري د وحشي ژویو په ځانګړی ډول د «هوسۍ» له ښکار کولو اندېښمن دي او وايي، د فاریاب ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدلمبین ایزدیار ساتونکيو په څوو ورځو کې په غیرقانوني ډول د وحشي ژویو ښکار کوي.

د بامیانو یو اوسېدونکي ابراهیم حفیظیان سلام وطندار ته وویل، د رحمت‌الله په نامه د دې ولایت د امنیه قوماندان یو کس پرون د کهمرد ولسوالۍ په شکاري دره کې یوه هوسۍ ښکار کړې او د هغې غوښه یې د دې ولایت امنیه قوماندان ته لېږلې ده.

د حفیظیان په وینا، دا د دې پېښې شاهد و او کله یې چې دا خبره په خواله رسنیو کې شریکه کړه؛ د رحمت‌الله له لوري وګواښل شو.

په ورته وخت کې د بامیانو امنیه قوماندان جنرال عبدالمبین له سلام وطندار سره په خبرو کې له‌دې موضوع نه بې‌خبري وښوده.

د بامیانو امنیه قوماندان جنرال عبدالمبین ایزدیار

ښاغلی ایزدیار وايي، دا تبلیغات دي او پولیس په‌داسې کار نه‌دي مرتکب شوي. د هغه په وینا، په‌دې اړه به پلټنې وکړي، که‌چېرې داسې کار شوی وي؛ عاملان به یې مجازات شي.

د بامیانو د چاپېریال ساتنې ادارې په‌دې اړه په‌خپلې فېسبوک‌پاڼې کې لیکلي: «د چاپېریال ساتنې د رضاکارانه راپورونو او شواهدو پر بنسټ، د دې ولایت پولیس د وحشي ژویو په ښکار مرتکب شوي‌دي، که‌چېرې د دې ستونزې مخنیوی ونه‌شي؛ د وحشي ژویو په ځانګړي ډول د هوسۍ نسل به له‌منځه لاړ شي.

په‌دې اړه مو د بامیانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځانګړي نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نه‌شولو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۸۹ لمریز کال د جوزا د ۱۹مې نېټې د ۱۷۰۰ شمېرې حکم پر بنسټ، د وحشي ژویو ښکار منع دی او هوسۍ د ساتلو له جملې څخه ده. د ولسمشر د حکم له‌مخې، امنیتي ځواکونو مکلف دي چې دا حکم پلی کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام