
کندوز کې د ریکشاوو یو شمېر چلوونکي سلاموطندار ته وايي، ښار کې هره څلور لارې د ټرافیکو له لوري مشخصه شوې او دوی څخه له پنځوسو نیولې تر سلو افغانۍ اخلي.
د دغو ریکشا چلوونکیو په وینا، کهچېرې ټرافیکو ته پیسې ور نهکړي؛ پرته له کوم دلیله یې ریکشاوې دروي او دوی ته وهلټکول ورکوي.
کندوز کې دوه ریکشا چلوونکي امانالله او نجیب سلاموطندار ته وايي چې له ټرافیکو نیولې، تر پولیسو او د ځېنو اډو مسوولان ترې په بېلابېلو نومونو پیسې شکوي.
دوی ادعا کوي چې په ټوله ورځ کې هغومره نه ګټي، لکه څومره ترې په باج کې اخېستل کېږي.
ورته مطالب:
موټرچلوونکي: پولیس تور پورې کوي او باج اخلي
د غور ترافیک له موټروالاوو او د سړکغاړې پلورونکيو باج اخلي
محلي پولیس په بغلان کې د چرګانو له فارمونو باج اخلي
د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري وايي، دغه ستونزه یې په وار ـ وار د دې ولایت د ټرافیکو مدیریت سره شریکه کړې؛ خو پام ور ته نهدی شوی.
د هغه په وینا، ټرافیک پولیس د پیسو اخېستلو لهپاره د ښار چوک د وسایطو په تمځای بدل کړیدی. د ده خبره، له بدهمرغه دا چې ریکشاچلوونکي ټرافیکو ته ۱۵۰ افغانۍ ورکوي، هغوی چوک ته ځی او سپرلۍ پورته کوي او زیاتوي چې بیا په ښار کې ټوله ګڼهګوڼه د ریکشاوو او ټرافیکو ته د پیسو ورکولو له کبله راپيدا کېږي.
د کندوز امنیه قوماندان عبدالباقني نورستاني د ټرافیک پولیسو له لوري باج اخېستل مني او وايي، په همدې دلیل یې د ټرافیکو ۱۳ افسران او ساتنمانان له دندو لېرې کړيذدي او پرځای یې وړمه ورځ نور سپېڅلي کسان ګومارلي دي.
کندونز کې شاوخوا ۴ زره ریکشاوې چلېږي چې په ښار کې یې ټرافیکي ګڼېګونې د دې ولایت اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.





