په بغلان او کندوز کې له ناامنیو سره بچه بازي هم زیاته شوې ده

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مسوولان په دې سیمه کې د بچه بازۍ د پراختیا له امله اندېښنه ښيي.

که څه هم افغانستان کې د بچه بازۍ ښکارنده اوږده مخینه لري؛ خو په شمال کې دغه بنسټ وايي، چې په بغلان او کندوز ولایتونو کې د ناامنیو له ډېرېدو سره هم مهاله دا ناوړه ښکارنده ډېره شوې ده.

په شمال زون کې د بشري حقونو کمېسیون مسوول حیات الله امیري سلام وطندار ته وویل، چې ډېر تنکي ځوانان او بې سرپرسته ماشومان د بچه بازۍ ښکار کېږي.

امیري دا خبره د دوی له خوا د یوې کړې سروې له مخې کوي.

دی ټینګار کوي، چې مسوول بنسټونه له بچه بازۍ سره جدي مبارزه وکړي او د کوچنیو ماشومانو د ټولنیز شخصیت د ژغورنې له پاره دې هغه مافیايي کړۍ، چې په دې ښکارندې کې ښکېلې دي؛ د قانون منګولوته وسپاري.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع که څه هم دا موضوع ردوي؛ خو وايي چې دوی د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې پولیسو ته دنده سپارلې چې د بچه بازۍ په اړه جدي پلټنې وکړي عاملان یې ونیسي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې وسپاري.

په همدې حال کې بغلان کې دیني عالمان بچه بازي حرام عمل بولي، وايي چې الله پاک د بچه بازانو له پاره سخته سزا ټاکلې ده.

د بغلان یو دیني عالم مولوي سبحان الله وايي، سره له دې چې په قانون کې د بچه بازۍ کلمه نه ده راغلې؛ خو د یو اخلاقي فساد او جرم په توګه ورته سزا ټاکل شوې ده.

په شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مسوولان هم له دې ټکي شکایت کوي، چې بجه بازي د یو دروند جرم او اخلاقي فساد په توګه د هېواد په هېڅ قانون کې ناوړه او غیرقانوني عمل نه دی ګڼل شوی؛ ځکه خو ورځ تر بلې پراختیا مومي.

د افغانستان په ځېنو سیمو کې تنکي ځوانان او ماشومان د ښځينه وو په جامو کې د نارینه وو په محفلونو کې نڅېږي او یا هم د جنسي غریزې د ارضا له پاره د الې په توګه استعمالېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام