
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو ترمنځ د ماشومانو د خوارځواکۍ په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یونیسف په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خوړو د نړیوال ناورین په اړه یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې دوهنیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځه کړېږي چې له ډلې نه یې شاوخوا ۷۰۰ زره یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
په یاد راپور کې لیکل شوي چې افغانستان د ۱۱.۳ میلیونو ماشومانو په لرلو سره په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ماشومان یې په سختو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو له ستونزې سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، د کورونا ویروس خپرېدو او د افغانستان کمزوري روغتیايي سېسټم ته په کتو ښايي دا ناروغي افغانان، په تېره افغان ماشومان ډېر زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، نړۍ د کورونا ویروس د وبا له امله د پراخې لوږې له ګواښ سره مخ ده.
د خوړو نړیوال سازمان مشر ډېوېډ بېسلي وايي، د ناورین د مخنیوي لپاره باید اړین ګامونه اوچت شي.
دا اداره په یوه راپور کې اټکل کوي چې له لوږې سره ۱۳۵ میلیونه مخ کسان به تر ۲۵۰ میلیونو پورې ورسېږي.
د یادې ادارې په وینا، له جګړې، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلون اغېزمن لس هېوادونه له خورا ډېر ګواښ سره مخ دي.
د خوړو ناورین په څلورم کلني نړیوال راپور کې یمن، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، افغانستان، ونزوېلا، اېتوپیا، سوېلي سوډان، سوډان، سوریه، نایجیریا او هیټي هېوادونو ته ډېره اشاره شوې ده.
دوامداره جګړه او په هېواد کې د جګړهمارو ډلو پراخ موجودیت لامل شوی چې د پام وړ شمېر افغان ماشومان خپلو لومړنیو حقونو ته هم لاسرسی و نه لري.





