
نن سهار يو شمېر رسنيو د هرات د والي له قوله راپورونه خپاره کړل چې په دې ولايت کې د کرونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د يادو راپورنو له خپرېدو وروسته د هرات د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هرات کې د کرونا هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې او والي په دې اړه له رسنیو سره خبرې هم نه دي کړې.
د هرات د والي دفتر ويلي چې د هرات په ځمکنیو او هوايي بندرونو کې د ياد ویروس د احتمالي انتقال لپاره جدي تدابیر نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګاونډ ايران کې د کرونا ويروس د خپرېدو له کبله ډېری کسان وژل شوي دي.





