برمک: تېر کال د بېړنيو پېښو له ادارې سره ۱۴ میلیونه پونډه مرسته شوې

په افغانستان کې بېړنیو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي، چې تیرکال له دغې ادارې سره  ۱۴ میلیونه پونډه مرسته شوې، چې د ځینو سیندونو دغاړو په جوړولو به یې ولګوي او په‌دې برخه کې یې عملاً چارې پیل کړې دي.

په افغانستان کې بېړنیو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر دا هم وویل، چې دوی په پام کې لري، څو په نږدې راتلونکې کې د بېړنيو پېښو د مخنیوي په موخه هر اړخیز پلان ولسي جرګې ته ور واستوي.

ویس احمد برمک نن شنبه (اپریل ۸مه) د ولسي جرګې عمومي غونډې ته استجواب شوی و.

هغه وکیلانو ته په دغه استجوابیه غونډه کې د پورته مطلب د څرګندولو ترڅنګ دا هم وویل، چې تېر کال يې په هېواد کې بېړنیو پېښو ټولو زیانمنو کسانو ته د دولت د امکاناتو په چوکاټ کې رسېدنه کړې ده.

همدارنګه برمک وویل، نړیوالو او افغان حکومت ته یې قناعت ورکړی دی چې د تیرو کلونو خلاف د پېښو پرمهال د مرستو ترڅنګ باید د پېښو دمخنیوي او یا هم حداقل کموالي په برخه کې کار وشي.

هغه زیاته کړه، حکومت ته یې وړاندیز کړی، چې د دې ادارې تشکیلات زیات شي.

برمک وویل، چې اوس‌مهال د یوې نړیوالې موسسې په مرسته کولای شي، په څو ولایتونو کې د سیلابونو او واورې ښویدنې د پېښو له رامینځته کیدو پنځه ورځې مخکې معلومات ترلاسه کړي او چمتووالی ورته ونیسي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې دا اداره باید ارتقا وکړي او ددولت په اساسي تشکیلاتو کې راوستل شي.

ابراهیمي وویل بېړنیو پېښو ته د رسیدنې په قانون کې هم باید ډېر ژر اړین تعدیلات رامنځته شي او د پېښو د مخنیوي، او زیانمنو کسانو ته درسیدنې په موخه یوه  ځواب ویونکي پالیسي جوړه او ولسي جرګې وړاندې شي.

څو ورځې وړاندې د طبیعي پېښو د یو نړیوال سازمان د موندنو پر بنسټ ویل شوي و، چې افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی، چې د طبعيي پېښو په لومړي قطار کې ځای لري او تر ډیره په دغه هیواد  کې د سیلابونو، واورې ښویدنې او زلزلې پېښې را منځ ته کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام