کورونا؛ افغانستان کې د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد چې ۳۷ يې روغ شوي

د عامې روغتيا وزارت وايي، هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ د کورونا ويروس نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ياد وزارت ویاند وحيدالله مايار نن په کابل کې د خپل ورځني خبري کنفرانس پرمهال وویل چې دغه نوې مثبتې پېښې په کابل، کندهار، بلخ، بامیانو، ننګرهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې دي او په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ ته پورته شو.

مایار دغه راز له کورونا ویروس نه د روغو شویو کسانو د شمېر له زیاتېدو هم خبر ورکړ او ویې ویل چې تر اوسه ۳۷ روغ شوي خو ۱۸ نور بيا مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په روغو شویو کسانو کې د کابل ولایت یو ۶۲ کلن کس هم شامل دی چې څو اوونۍ وړاندې په کرونا ویروس اخته شوی و، خو اوس روغ او خپل کور ته استول شوی.

بل پلو، د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکيو کسانو په شمېر کې د کموالی اعلان کوي او وايي، د دې ولایت لابراتوارونو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۶ شکمنې پېښې ور وړل شوي چې له ډلې یې د یوې ښځې په ګډون ۷ پېښې مثبتې او پاتې نورې منفي وې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند دغه راز وايي چې په دې ولایت کې د ټولو۲۷۳ مثبتو ثبت شویو پېښو له ډلې، د ۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی، خو پاتې نور د ډاډ وړ دي.

د هرات او کابل په ګډون د هېواد په ډېری اکثریت ولایتونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پرسونل او خدمتونو ډېرولو خبر هم ورکوي خو وايي، روغتیايي پرسونل د دغې مبارزې په لومړۍ کرښه دی او تر نورو خلکو ډېر په کرونا ویروس د اخته کېدو له خطر سر مخ دي.

ویل کېږي تراوسه له شلو زیات روغتیا پالان په کرونا ویروس اخته شوي دي او یوه کس یې هم مړ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام