
یو شمېر خبریالانو سلام وطندار سره په خبرو کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه رسنیزو فعالانو ته سرخوږی بولي او وايي، چې خبریالان نه پوهیږي د وړې ستونزې د حل له پاره کوم بنسټ او ادارې ته ورشي.
په کابل کې دوه خبریالان زهرا جویا او ممتاز بهیر وايي، چې دوی د خبریالانو د دفاع بنسټونو له کارونو خوښ نه دي، ځکه پر وینا يي دغه بنسټونه یوازې د خبریالانو په نوم پروژې اخلي خو د زیانمن خبریال پوښتنه هم نه کوي.
دغو خبریالانو وویل، تر اوسه پورې د خبریالانو له حقونو د دفاع کولو په نوم کومې پروژې چې اخیستل شوي دي، هېڅ خبریال او رسنۍ ته یې ښېګڼه نه ده رسېدلې.
خو د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی کې د رسنیو څار مسوول صدیق الله توحیدي وايي، د خبریالانو فدراسیون تر یو چترلاندې د خبریالانو حقونو د دفاع ۱۵بنسټونه فعالیت کوي.
د توحیدي پر وینا، له درې کلونو راهیسې د خبریالانو فدراسیون سره په ګډه د خبریالانو حقونو دفاع کوي، چې ښې پایلې يې هم درلودې.
د کاري خوندیتوب مقررې چمتوالی، د ټولنیزو رسنیو طرزالعمل چمتو کول او په ټول هېواد کې د همغږۍ کمېټو جوړول د خبریالانو فدراسیون غوره کارونه بلل کېږي.

دی وايي، په دغو درېیو کلونو کې د خبریالانو فدراسیون له بهرنۍ مرستو پرته خپلې چارې پر مخ وړي دي او په دې موده کې هېڅوک له فدراسیون ناراضه شوي نه دي.
توحیدي د خبریالانو شکایتونو ته په اشارې سره وايي، د ناراضي خبریالانو هیلې د خبریالانو د دفاع بنسټونو له واک لوړې دي.
په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي، له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو زیاتوالي له امله دغه بنسټونه په سمه توګه ستونزې نه شي څېړلی.
رحیم الله سمندر وویل، د پخوا په پرتله د خبریالانو ستونزې ډېرې شوي دي او له همدې امله ستونزو ته په سم ډول رسېدنه نه کېږي.
د خبریالانو له حقونو د دفاع په برخه کې د خبریالانو مرکز، د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یانی، د خبریالانو ټولنه، د رسنیو ازاد بازار، د خبریالانو عالي شورا، کابل پرس کلب، د خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو دفاع کمېټه، د سویلي اسیا خبریالانو ټولنه یا سفما، د خبریالانو ملاتړ شبکه، د خبریالانو فدراسیون، د افغان ښځينه خبریالانو غږ او د ازادو خبریالانو ټولنه هغه بنسټونه دي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو حقونو دفاع په نوم جوړ شوي دي.





