بلخ کې معترضانو د برښنا ریاست دروازه وتړله

د بلخ ولایت سلګونو اوسېدونکيو د برښنا  لوړ لګښت کمولو لپاره اعتراض کړی. معترضانو د برښنا  ریاست د دروازې په تړلو سره خبرداری ورکوي، که چېرې راتلونکيو څو ورځو کې د برښنا لګښت له ۶.۲۵ افغانۍ ۲.۵ افغانیو ته راکم نه کړي، پر کابل به د برښنا مزي پرې کړي او د برښنا  لګښت ورکول به تحریم کړي.

اعتراض کوونکي وايي، بلخ کې یو شمېر زورواکي له برښنا  ناوړه ګټه اخلي او د مصرف کړې برښنا  پیسې نه ورکوي چې حکومت هم یې پر وړاندې پټ خوله دی.

میرویس یو له اعتراض کوونکيو چې د دولت مامور دی وايي، د میاشتې ۶ زره افغانۍ معاش لري چې ۳ زره یې د برښنا  لګښت کې ورکوي.

دوو نورو اعتراض کوونکيو او مدني فعالانو باور بامیک او نوریې نجفي‌زاده له حکومته وغوښتل چې د هر کیلو واټ برښنا  بیه ۲.۵ افغانۍ وټاکي.

خو بلخ کې د برښنا  رییس حمیدالله حمید وايي، د دغه ولایت د برښنا  لګښت کمولو طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا تایید شوې او ټاکل شوې نږدې ورځو کې د بلخ د برښنا  لګښت کم شي.

بلخ کې د رهایشي کورونو لپاره د برښنا  لګښت بیه هر کیلو واټ ۶.۲۵ افغانۍ، د صنعتي فابریکو لپاره ۶.۷۵ افغانۍ او د شرکتونو، دفترونو او دوکانونو لپاره هم ۱۶.۷۵ افغانۍ ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د بلخ اوسېدونکي د برښنا  لګښت لوړې بیې نه شکایت کوي، بلکې له دې وړاندې هم شکايتونه شوي وو؛ خو تراوسه ورته پام نه دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام