
د امنیتي ځواکونو قربانیانو کورنیو ته د«خوراکي توکو مرستندوی کوپونونه» وېش لومړی پړاو نن د ولسمشر محمداشرف غني له لوري په ازمایښتي بڼه پیل شو.
پهدې پړاو کې د ۱۲ میاشتو لهپاره د کوپون کتابچې وېش په کابل کې پر شرطونو برابرو د امینتي ځواکونو قربانیانو ۱۲ زره کورنیو ته د اړوند ادارو په همکاري په ازمایښتي بڼه تطبیق شي.
ولسمشر غني د دغه پروګرام افغانستان شمول کولو او پر یو ملي پروګرام د هغه بدلولو خبر ورکړ؛ خو کابل یې ځکه لومړی کړ چې احصایې، معلوماتو او د وېش سیستم ته اړتیا ده چې د ولایتو په نسبت کابل یو څه دې برخه کې چمتو دی. ده ژمنه ورکړه چې ټولې مغازې په اصلي بڼه پرته لهدې چې بډې ورنهواخلي؛ په خپل وخت کوپون ورکوي.
ولسمشر غني د پیسو نهشتوالی د امنیتي ځواکونو قربانیانو ته د کوپون کتابچې وېش د ځنډ اصلي لامل په ګوته کوي.
د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتېژیکو اړیکو څانګې مسوول احمد رامین ایاز سلام وطندار ته وویل چې په کابل کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر قربانیان او ټپیان د کوپون کتابچې اخېستلو لهپاره پر شرطونو برابر پېژندل شوي چې د سږکال د کب میاشتې ترپایه به مایومتریک شي.

د امینتي ځواکونو قربانیانو کورنیو ته به په کوپون کې هره میاشت وړه، غوړي، وریجې، دال، چای او بوره ورکول کېږي چې ټول وطني او لګښت یې دولت ورکوي.
ولسمشر غني د سږ کال په مرغومي میاشت کې د امنیتي ځواکونو قربانیانو کورنیو ته د مرستندویه خوراکي توکو کوپون د وېش فرمان صادر کړ چې پر بنسټ یې د ملي امنیت عمومي ریاست، د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او د معلولو کسانو او شهیدانو ورثې ملاتړ اداره مکلف شوي چې د ولایتونو په تفکیک د قربانیانو پاتې کسانو نوملړ د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري.
د کوپون کتابچې لهمخې د خوراکي توکو وېش لړۍ به په کابل کې د راتلونکې وري او په نورو ولایتونو کې د ۱۳۹۹ کال په وري کې پیل شي.





