د ښه ژوندون په لټه کډوال په تابوتونو کې کابل ته راوړل شول

د هغو دوو کورنیو ۲۰ جسدونه نن شنبه (مارچ ۱۲مه) کابل ته ورسېدل، چې د یونان په اوبو کې غرق شوي وو.

دغه کډوال شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د اروپا په نيت له افغانستانه په قاچاقي ډول تللي وو، چې له ډېر مزل وروسته د ترکيې ـ یونان په مسیر کې په اوبو کې غرق شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د یوې میاشتې راهیسې د کډوالو د جسدونو دا دویم کاروان دی، چې افغانستان ته راوړل کيږي.

د دغو کډوالو خپلوان وايي، چې په هېواد کې فقر، ناامني او نورې ناخوالې د دې لامل شوي، چې زیات افغانان د ښه ژوند کولو له پاره بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته کډه کولو ته اړ شي.

د راپورونو له مخې د دغو ۲۰ جسدونو څخه ۱۴ د يوې کورنۍ او باقي ۶ نور يې د بلې کورنۍ غړي وو.

د کابل د هوايي ډګر سرحدي قوماندان حقنواز حقیار وايي، چې د دغو دوو کورنيو غړو لومړی په قاچاقي ډول له کابل څخه تهران ته تللي و او له تهران څخه بیا په غېر قانوني توګه ترکيې ته رسېدلي و، چې په درېیم منزل کې بیا ناکام شول او د یونان په اوبو کې غرق شوي دي.

د شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۵۲ زره تنه افغانان المان هېواد ته تللي دي، چې تر اوسه يوازې نيمايي يې د کډوالو په صفت منل شوي دي.

تېره ورځ په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر وویل، چې د دغو کډوالو نيمايي برخه غواړي بېرته په خپله خوخښه افغانستان ته ستون شي.

د راپورونو پر بنسټ په نړۍ کې له سوريې  وروسته افغانستان دویم هېواد دی، چې بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې سندونه ورکړي دي.

د روان کال د پېل راهیسې تر اوسه ۱۵۰ زره تنه ځانونه د اوبو له لارې ایتالیا او یونان ته رسولي و ځينې نور يې بیا د وچې له لارې د بالکان هېوادونو څخه تېر شوي او د شنګن غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام