د هېواد څه باندې ۴۴ سلنه معلولان؛ کور او ټولنه کې يې سپکاوی کېږي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال هېواد کې د معلولو کسانو د بشري حقونو وضعیت په اړه خپلې تازه موندنې خپرې کړې.

د دغه کمیسیون څېړنې چې روان کال ۹۷۹ معلولو کسانو سره د مرکې له لارې شوي ښيي چې ټولنه کې ۴۴.۵ سلنه معلولانو ته سپکاوی کېږي او په يو شمېر مواردو کې ورسره تبعیض کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې بنفشه یعقوبي وايي، اوس هم هېواد کې د معلولو کسانو لپاره مناسب شرایط نه دي برابر شوي او په هغوی باور نه کول لامل شوي چې ټولنه کې یې حضور کم شي.

د هغې په وینا، زیات شمېر کورنۍ د معلولو اولادونو پر  درلودو شرم کوي او ډېری مواردو کې خپل معلول ماشومان نورو نه پټ ساتي.

یوه له معلولانو ماه‌پېکۍ صدیقي چې ماین چاودنه کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي، هېواد کې د معلولانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د هغې په وینا، معلولیت لامل شوی چې هغوی خپلو بشري حقونو  نه بې‌برخې شي.

یو بل معلول حسین احمدي وايي، د حکومت نه ملاتړ له کبله زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاس‌رسی محدود دی.

د بشري حقونو کمیسیون موندنې همدارنګه ښيي چې دولتي ادارو کې د معلولو کسانو منلو لپاره شرایط بسنه نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام