
د لوګر د عامې روغتیا رياست مرستیال ډاکټر نورعباس قاسمي سلام وطندار ته وویل، د لوګر ولایت د مرکز د پل علم په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۴۵۰۴ ښځې او نران په رواني ناروغیو اخته دي چې له دې ډلې ۲۵۰ کسان يې د عامې روغتیا ریاست په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي او ځینې نور یې روغتیايي مشاورینو ته استول شوي دي.
قاسمي زیاتوي چې د مرکز پل علم او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د رواني ناروغیو د درملنې مرکزونه شته او سږ کال هم د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۸۸۶۸ کسانو درملنه شوې ده.
د مرکز پل علم اوسېدونکی ګل الرحمن وايي، کمزوري اقتصادي وضعيت او په کورنۍ کې د ناروغیو د موجوديت له کبله یې مېرمن په رواني ناروغیو اخته شوې او د درملنې لپاره هېڅ اسانتیاوې نه لري.

نوموړي د جګړو له ښکېلو ډلو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له جګړې لاس واخلي، ترڅو په عملي ډول په هېواد کې د رواني ناروغانو کچه راټېټه شي.
له دې سره هم مهاله د رواني ناروغيو ناروغان وايي، د عامې روغتیا وزارت مسوولان بايد ژر تر ژره په ټولو ولایتونو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره پرمختللي روغتیايي مرکزونه پرانیزي ترڅو په دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو بشپړه درملنه وشي.
د روغتیا پالانو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې روانه جګړه، نالوستیا، کمزوری اقتصاد او ناوړه دودنه هغه څه دي چې له کبله یې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په رواني ناروغیو اخته کړي او که چېرې يې په وخت درملنه ونه شي، ډېری کسان په ځانوژنې لاس پورې کوي.





