
ویروسونه له وجود نه د باندې د څو ساعتونو لپاره فعاله پاتې کېږي. د مېکروب ضد توکي، لوند دستمال، ژېل او الکول لرونکي کریمونه ټول د ویروس د ورکولو لپاره ګټور دي، خو یو یې هم له عادي سابون نه ډېر ګټور نه دی.
روغتیايي چارواکي وايي، کله چې پر ویروس اخته شئ، د ورکولو درمل یې نشته، خو د ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره باید لاسونه ومینځئ. حیرانوونکې دا ده چې په یو میلیون ډالرو هم د کورونا ورکولو درمل نه شئ موندلی، خو سابون د دغه ویروس د وژلو وړتیا لري.
پوښتنه دا ده چې سابون څنګه د کورونا کورنۍ ویروسونه ورکوي؟ لنډ او اسانه ځواب دا دی چې ویروس خپله داسې جوړ شوی چې په نازک او غوړ پوښ پوښل شوی او کله چې سابون پرې ووهل شي، ویروس یې دا غوړوالی حلوي او کله چې ویروس له دې پوښه بېل شي، مړ کېږي.
ویروسونه له درې برخو جوړ شوی چې په لاندې ډول دي: د ریبوکلیک اسید (Ribonucleic acid) برخه، پروټین او غوړ پوښ. هغه سلولونه چې پر ویروس اخته شوي، دغه درې برخې په ډېرو برخو وېشي چې بیا ځانته د ویروس جوړولو لامل کېږي. داسې هېڅ تړاو نشته چې وکولی شي دا برخې یو د بل څنګ سره وساتي او دا په دې معنا ده چې تاسې د دغو برخو د بېلولو لپاره سختو کیمیاوي توکیو ته اړتیا لرئ. کله چې اخته شوی سلول مړ شي، ټول ویروسونه تښتي او نور سلولونه پرې اخته کوي او ځینې برخې یې پښتورګو ته د تلونکې هوا لارو ته ځان رسوي.
کله چې تاسو ټوخېږئ يا پرنجېږئ، په دې وخت کې تر لسو مټرونو پورې ستاسو له پښتورګيو واړه واړه څاڅکي دباندې الوځي او لږ غټ څاڅکي چې ويروس لري تر دوو مټرونو پورې الوځي.
دا واړه څاڅکي د ځمکې پر مخ کېني او ژر وچېږي؛ خو ويروس يې فعاله پاتې کېږي. د انسان پوست ياد ويروس لپاره د ژوند کولو تر ټولو ښه ځای دی . هغه پروټينونه او د مړو شويو سلونو اسيدونه چې د پوست پر سر دي هغوی سره تعامل کوي.

کله چې پر يوه نکلي شي لاس ږدئ چې په ويروس ککړ وي، له همدې لارې ستاسو پوست ته لېږدول کېږي او کله چې تاسو خپل بدن په ځانګړې توګه، سترګه، پوزه او يا هم خوله کې لاس ووهئ؛ نو ويروس تاسو ته په بشپړ ډول لېږدول کېږي.
تش لاس مينځل هم ګټور دي؛ خو يوازې اوبه بسنه نه کوي، اوبه او سابون یو بېل شی دی.
په سابون کې موجود کمياوي مواد په کرونا ويروس کې له شته غوړو سره مبارزه کوي او ويروس له منځه وړي.
سابون نه یوازې دا چې د پوټکي پر سر ويروس له منځه وړي بلکې د ریبوکلیک اسید (Ribonucleic acid)، پروټین او غوړ پوښ ترمنځ چې کومه اړيکه جوړېږي هم له منځه وړي.
هغه محصولات چې د مکروب ضد موادو کې الکول ډېر وي هم لکه سابون کار کوي او ويروس له منځه وړي.
له دې سره سابون له نورو محصولاتو ښه کار کوي چې تاسو په کم شمېر اوبو او سابون سره لاس ومينځئ او په اسانه توګه د دې ويروس مخنيوی وکړئ.
خو د لمدو دسمالونو او د مکروب ضد ژل باندې نه شو کولای باوري اوسو چې په دې توګه مو لاسونه په بشپړه توګه پاک شي، ځکه چې په دې توګه نه کېږي د لاس پوټکی مو په سمه توګه پرېمينځل شي.
نو له دې کبله سابون تر ټولو غوره مبارزه ده چې د کرونا ويروس پرې له منځه يوسو؛ خو که تاسو فکر کوئ چې سابون په بشپړه توګه د مکروب ضد دی، نو له دې سره له هغو محصولاتو هم کار واخلئ چې الکولي ترکيب ولري.
سرچينه: ګارډين





