
د جنبش ملي ګوند زرګونو پلویانو د نظامالدین قیصاري راخوشې کولو لهپاره په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې خپل اعتراضونه نهمې ورځې ته وغځول. دوی له مرکزي حکومته غواړي چې له هر ډول قیدوشرط پرته جنرال دوستم هېواد ته راستون او نظامالدین قیصاري راخوشې کړي.
اعتراض کوونکیو لومړی په فاریاب ولایت کې د ټاکنو ولایتي کمېسیون دروازه وتړله او خبرداری ورکوي که غوښتنې یې ونهمنل شي په دې ولایت کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې وتړي.

له بل لوري همدا پېښه په سرپل ولایت کې هم شوېده او اعتراضکوونکیو د ټاکنو ولایتي کمېسیون دروازه تړلې او د خبرداري په ورکولو سره وايي، که یې غوښتنو ته پام ونهشي؛ هر ډول اقدام باندې به لاس پورې کړي.
د سرپل ولایتي شورا رییس محمدنور رحماني او د دې ولایت یو اوسېدونکی ادیب اشنا د دې معترضانو په استازولۍ وايي، د اعتراضونو له پيله ۹ ورځې تېرېږي؛ خو تر اوسه دولت د قهرېدلو اعتراضکوونکیو د غوسې سړولو لهپاره هېڅ ډول اقدام نهدی کړی او دا د دې لامل شوی چې اعتراضونه نورو ولایتونو ته هم وغځېږي او پراخ شي.
پهدې اړه مو د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو له پرلهپسې اړیکوسره ـ سره بیا هم ونه توانېدو.





