د جوزجان په پوهنې ریاست کې د مېز او څوکۍ په پېرلو کې د یو میلیون اختلاس په تړاو د سلاموطندار راډیو د څېړنیز راپور تر خپرېدو وروسته، د دغه ولایت د پوهنې ریاست په رهبرۍ کې بدلونونه راغلل، خو دا بدلونونه اوس له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ دي.
د جوزجان لسګونو اوسېودنکیو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې رییس په توګه د سیدرحمان سلامزي چې مخکې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودجې امر و، د پېژندلو مخالفت کړی دی.
معترضان وايي، د فاسدو مسوولانو پلوي نه کوي، خو حکومت باید د جوزجان ولایت یو کدر د یاد ریاست د رییس په توګه وګوماري.
د معترضانو له ډلې مولوي عبدالحی حیات او مولوي یارمحمد وايي، نه غواړي چې یو کدر یې بېبرخلیکه شي او که خیانت یا فساد یې کړی وي، عدلي او قضايي ادارو ته دې ور وپېژني او پر ځای دې د جوزجان یو بل کدر یاد ریاست ته معرفي کړي.
د دوی په وینا، د فاسدو چارواکیو پلوي نهکوي، خو تر هغې یې چې پر ځای د همدې ولایت کس نه وي ګومارل شوی، بل چا ته به پهدې ریاست کې د کار کولو اجازه ور نهکړي.
خو د جوزجان د ولایتي شورا غړی جلالالدین نیازی وايي، د پوهنې وزارت له لوري د مکتوب له صادرېدو وروسته، د دغه ولایت د پوهنې پخوانی رییس په اقتصادي او پراختیايي قراردادونو کې د لاسلیک کولو واک نهلري.
د جوزجان په پوهنې ریاست کې میلیوني فساد
نوموړی له مرکزه ورغلي پلاوي نه غواړي چې د نوي رییس تر ور پېژندلو دې د یادد ریاست یو مرستیال د سرپرست په توګه وګوماري.
بلهخوا د جوزجان والي مولوي لطفالله عزیزي په دې غونډه کې جوزجانیانو ته ډاډ ورکوي چې ستونزې او وړاندیزونه به یې د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکې کړي.
د عزیزي په وینا، د جوزجان اوسېدونکي غواړي چې خپل کدرونه یې د دغه ولایت په ریاستونو کې ځای پر ځای شي، خو که حکومت د نورو ولایتونو کسان ور لېږي؛ نو بیا دې د جوزجان اوسېدونکي هم په نورو ولایتونو کې وګوماري.
د جوزجان د نوي رییس د پېژندلو په اړه جوړې شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې نوموړی دې دوه ورځې وروسته معرفي شي.





