د قطر الوتکه له حکومت سره تر همغږۍ پرته په فراه کې کوزه شوې

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي وايي، د قطر هېواد یوه الوتکه چې عربان په‌کې وو، تېره ورځ له دوحې نه په مستقیم ډول د فراه هوايي ډګر کې کوزه شوې ده.

د نوموړي په وینا، یو شمېر عربان هر کال د ژمي په موسم کې له قطر نه فراه ولایت ته د ښکار او هغو پروژو د لیدنې لپاره راځي چې دغه ولایت کې یې پلې کړې دي.

نعیمي وايي، مخکې به د یاد هېواد الوتکې د فراه هوايي ډګر د نه سټنډرډوالي له کبله کابل کې کوزېدې او وروسته به عربان په نورو کورنیو الوتکو کې فراه ته راتلل، خو اوس چې قطر د شاوخوا ۳ میلیونه ډالرو په لګښت د دغه ولایت هوايي ډګر په معیاري ډول جوړ کړی، الوتکې یې هم په مستقیمه توګه دلته راځي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال زیاتوي، یاد کسان په یوه ځنګل کې چې د فراه ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې په ۲۰ جریبه ځمکه کې دی او تر ډېره د دولت د مخالفو وسله‌والو په لاس کې دی، له ۲۰ ورځو تر یوې میاشتې اوسېږي.

بله‌خوا د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزايي وايي، د قطر هېواد الوتکه له افغان حکومت سره تر همغږۍ پرته او د کوم پلان لپاره فراه ته ورغلې او عربان یې کوز کړي دي.

د نوموړي په وینا، مخکې به یاد کسان لومړی کابل ته تلل او پاسپورټونه به یې چک کېدل، خو اوس یې په اړه هېڅ مالومات نشته چې دغه کسان څنګه او د څه لپاره یاد ولایت ته ورغلي دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه ولایت د چارواکیو نظر هم واخلو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام