هلمندي لاریونوال: له سنګینه تر کندهاره د برېښنا مزی بې‌کیفیته دی

هلمند کې سلګونه مدني فعالانو د دې ولایت د سنګین ولسوالۍ څخه تر لښکرګاه او کندهار پورې د نوي غځول شوي مزي او پایو د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پلي شوې پروژې ـ چې ۴۰۳ نوي برېښنا يايې او پر هغو د برښنا مزي غځول شوي ـ د ټیټ کیفیت پر وړاندي لاریون وکړ.

د دې پروژې تړون د «اسیس» په نوم شرکت سره شوی‌دی.

لاریونوال وايي، نوی غځول شوی مزی څو ځلې د برېښنا ریاست کارکوونکیو وصل کړ؛ خو له لسو د قیقو وروسته پرې‌کېږي. د دوی په وینا، که پروژه همدا ډول؛ نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي، که دولت ستونزه حل نه‌کړي؛ په دوامداره ډول به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د هلمند والي تورن‌جنرال محمد یاسین‌خان هم ستونزه مني او زیاتوي، د برېښنا مزي کیفیت ټیټ او د قرارداد له‌مخي نه‌دی شوی چې په همدې اساس اوس برېښنا پر زاړه لین وصل شوې او ستونزه به له مرکز سره تعقیب شي.

ښاغلی یاسین‌خان زیاتوي دا یوه لویه پروژه ده که يې ستونزه حل نه شي د هلمند او کندهار اوسېدونکي به د کجکي برېښنا ونه لري ځکه نوی لین یادو دواړو ولایتونو ته د برېښنا رسولو قابلیت نه لري.

موږ هڅه وکړه چې د «اسیس» شرکت غبرګون هم وپوښتو؛ خو ونه توانېدو.

ورته مطالب:

غور کې د اوبو برېښنا پرځای د لمریزې هغې پر وېش نیوکې

که د میدان وردګو له لارې د برېښنا مزو ستونزه هواره نه‌شي؛ مرستې زیانمنېږي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام