
د تخار د اوبو تنظیم ریاست چارواکي دې ولایت کې د اوبو له ۵۰سلنه کموالي خبر ورکوي، وايي چې د هوا په ګرمېدلو سره به د تخار د اوبو کچه له اوس نه نوره هم کمه شي.
تخار کې د اوبو تنظیم ریاست مشر سالم اکبر وايي، د سیند اوبه په روان کال کې د کرونګرو اړتیاوې نهشي پوره کولی او امکان شته چې د اوبو پر سره لویې قومي شخړې رامنځته شي.
ښاغلی اکبر زیاتوي، کندوز ولایت هم د تخار د اوبو په یوې برخې حق لري او اوسنۍ اوبه د دې ولایت د اوسېدونکیو اړتیا نه پوره کوي.
خو د تخار د کرنې ریاست چارواکي وايي، دې ولایت کې یې د اوبو پر سر د شخړو مخنیوي لهپاره کروندګرو ته اطلاع ورکړې چې د شولو په کرلو کې کموالی راولي.

د تخار ځايي ادارې پرېکړې لهمخې د بهارک او خواجهغار ولسوالۍ کرونګرو ته ویل شوي چې د اوبو کچې کموالي په دلیل شولې ونه کري.
د تخار د کرنې رییس سالم ساعي زیاتوي چې د اوبو کموالي له کبله به روان کال دغه ولایت کې د شولو کښت کې ۷۰ سلنه کموالی راشي.
د ده په خبره، کروندګر دې لوبیا او پیاز وکري چې کمو اوبو ته اړتیا لري او که حبوبات وکري؛ بیا اړ دي چې د اړتیا پر مهال اوبه ورکړي.
هر کال تخار کې په ۸۰ زره جریبه ځمکې شولې کرل کېږي؛ خو روان کال د اوبو د کموالي ستونزې له کبله یوازې د تالقانو ښار په ۳۰سلنه ځمکو وریجې کرل کېږي.





