هرات کې سېلاوونو تراوسه د ۴تنو ژوند اخېستی

د هرات محلي چارواکي وايي چې بېګا د گذره، انجیل، زنده‌جان، غوریان، گلران، کشک‌کهنه، کشک رباط‌‌سنگي، پشتون‌زرغون، کرخ ولسوالیو او د هرات ښار کې سېلاوونه راوتلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې له بېګا راهیسې د ملي، اردو، پولیسو، طبیعي پېښو د مخنیوي ریاست، فوایدعامې، هرات امبولانس او ولایت مقام په مرسته د سېلاوونو سیمې ته ورغلي او ډېرې زیانمنې کورنۍ یې ژغورلي او لا هم دا مرستې دوام لري.

د ښاغلي فرهاد په وینا، تراوسه د دې سېلاوونو له امله ۴تنو ژوند له لاسه ورکړی‌دی.

د ده په خبره، په دې سېلاوونو کې په سلګونو استوګنیځ کورونه، په زرګونو کرنیزه ځمکه، باغونه، پلونه او پلچکونه هم تخریب شوي‌دي.

د هرات د فواید عامې رییس عبدالله حمایت وايي چې د بېګانیو سېلاوونو له امله تر اوسه د هرات ـ اسلام‌کلا او د هرات ـ تورغونډۍ لویې لارې تړل شوې‌دي.

دی د ورته نورو سېلاوونو د راتګ وړاندوینه هم کوي او له خلکو غواړي چې په لویو لارو هم تګ ـ تګ ونه‌کړي.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې هم د هرات ښار او ولسوالیو کې اورښتونو او سېلاوونو د دې ولایت اوسېدونکیو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو. په‌دې سېلاوونو کې نږدې ۱۳تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی‌و.

ورته مطالب:

۱۷ ولایتونو کې سېلاوونو ۲۲ تنه وژلي او ۲۰ یې ټپيان کړي

هرات کې سېلاوونو ۱۳ تنه وژلي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام