دایکندي کې یوې محلي راډیو ته د نشراتو بندولو ګواښ

په دایکندي ولایت کې د یوې محلي راډیو مسوولان ادعا کوي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي سبحان نایبي ورته ګواښ کړی چې راډیو به یې بنده کړي.

د «افتاب» په نوم دغه راډیو د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې فعالیت کوي.

د دغې راډیو د امتیاز خاوند میرزا حسني سلام‌وطندار ته ویلي، د ولایتي شورا غړي سبحان نایبي ځکه ورته د راډیو د نشراتو بندولو ګواښ کړی چې په وینا یې، د محلي مسوولانو ناکاریو ته انعکاس ورکوي.

د نوموړي په وینا، نایبي د افتاب راډیو مسوولانو ته ګواښ کړی، که د افشاکوونکیو او انتقادي راپورونو خپرول ونه دروي، په زوره به یې راډیو بنده کړي.

خو د ولایتي شورا غړي سبحان نایبي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده راډیو کې ونډه لري. د نوموړي په وینا، افتاب راډیو په دې وروستیو کې د رسنیو د اصولو او اخلاقو خلاف نشرات کوي.

د دایکندي یوشمېر خبریالان وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو سره په دغه ولایت کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی او دوی د راپور جوړولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

یوه خبریال عزت‌الله توانا سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ورځ تر بلې کمېږي او دولتي ادارې ځواب‌ویلو ته نه حاضرېږي.

د دایکندي خبریالان د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې یاده موضوع وڅېړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام