
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، چې فساد د افغانانو لوی دوښمن، له ترهګرۍ خطرناک او ګواښونکی دی. حمیدي نن (شنبه) په کابل کې خبري غونډه کې وویل، چې له فساد سره د مبارزې پرته د افغانانو په زړونو کې هیلې، اومېدونه او باور نه شو پیدا کولی.
حمیدي وویل، په هغو سیمو کې چې دولت موجود دی، بیا هم خلک د قضیو د حل له پاره وسله والو مخالفینو ته ورځي. ده زیاته کړه، چې عدالت امنیت ټینګوي او یوازې د وسلې په زور امنیت نه راوستل کېږي.
د لوی څارنوال په وینا، د فساد په دوسیو کې عدلیي او قضايي ادارې له عادي خلکو سره مخ نه دي، دغه خلک لویان دي.
دی وايي، چې فساد پېچلی جرم دی او په پېچلو لارو تر سره کېږي او دغه کسان چې فساد کوي له عدليي او قضايي ادارو په قانون کې ښه پوهېږي.
د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی احمد ضیا مسعود هم وايي، چې واکمنې حکومتي کړۍ په فساد کې ښکېلې دي او د "اداري فساد سترې مافیايي" کړۍ له بېلابېلو لارو د دې توان لري، چې امنیتي ځواکونه وننګوي.

احمد ضیا وویل، پولیس د دې جرات نه لري، چې ډېر هغه کسان، چې په فساد تورن دي دوی یې ونیسي.
دی زیاتوي، تر اوسه پورې هېڅوک د دې شاهد نه دي، چې د هېواد محاکمو منطقي او عادلانه پرېکړې کړي وي.
مسعود ټینګار کوي، ترهغې چې دولت د فساد سره د مبارزې په برخه کې لازم اقتدار ونه لري، د هېواد په عدلیي او قضايي ادارو کې ادلون بدلون زیات تغیر نه شي را منځته کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د محاکمو چارواکي وايي، چې د نوي لوی څارنوال د دندې له پیل راهیسې د دې ادارې په اداري او قضايي برخو کې سمون راغلی دی.
په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالله عطايي نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دې ادارې ۶۰ تنه مامورین یې د فساد په جرم نیولي دي.

عطايي وویل، چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دا د لوی څارنوال له هغو کارونو دي، چې تر اوسه یې کړي دي.
عبدالله عطايي همدا ډول وویل، چې په عدلیي او قضايي بنسټونو کې د سمون له پاره په ټول هېواد کې ۶۵۹ تنه قاضیان بدل را بدل کړي دي.
په دې اړه د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې عدلیي او قضايي ادارې د اشخاصو د بدلون په نتیجه کې نه سمېږي، بلکې لویه څارونوالي باید د فساد سره د مبارزې له پاره یو میکانیزم جوړ کړي.
ولسمشر غني د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې لویه څارنوالي د فساد مرکز بللی و او زیاته کړې وه، چې د فساد سره د مبارزې له پاره به پلان جوړوي.





