یونسف؛ افغان ماشومانو ته ۵۰ میلیونه ډالره مرسته غواړي

د افغانستان له‌پاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونیسف دفتر مشره ادیل خېدر نن په هرات کې د بې‌ځایه شویو یو کمپ کې وویل، د هغو ۳.۸ میلیونو ماشومانو غږ نړۍوالو ته د رسولو هڅه کوي چې بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف ادارې مشره زیاتوي، ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې سلګونه کورنۍ د وچ‌کالۍ او ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي چې ډېر زیان یې ماشومانو ته رسېدلی دی.

هغې وویل، د شويو څېړنو له‌مخې، له هرو لسو بې‌ځایه شویو ماشومانو څخه درې یې له رواني ستونزو سره مخ دي.

ورته مطالب:

د وچ‌کالۍ له ځپلیو سره د ډنمارک ۳میلیونه ډالره مرسته

فاریاب؛ د بې‌ځایه شویو کورنیو څو ماشومان له یخنۍ مړه شول

د یونیسف ادارې مشرې وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې به له نړۍوالې ټولنې نه له خطر سره مخ ماشومانو ته مرسته راجلب کړي.

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق مشره همدارنګه زیاته کړه، د ګرځندو روغتیايي مرکزونو نه موجودیت او ناچمتوالی او د ښوونې او روزنې شرایط، د بې‌ځایه شویو ماشومانو له نورو اړتیاوو څخه دي.

هغه ټینګار کوي چې همدا اوس په افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د هغه په خبره ۲۵۰ زره کورنۍ د وچ‌کالۍ او ناامنیو له امله همدا اوس هرات ته بې‌ځایه شوې‌دي چې ۶۰ سلنه یې له خطر سره مخ ماشومان جوړوي.

په ورته وخت کې هغه شمېر ماشومان چې له خپلو کورنیو سره هرات ته بې‌ځایه شوي له نړۍوالې ټولنې او یونیسفه د مرستو غوښتنه کوي.

ظریفه، یوسف او نجیبه درې تنه بېځایه شوي ماشومان

په ورته وخت کې د هرات ځايي اداره وايي چې دوی د مرستې رسونې او له هغو د حیف‌ومیل د مخنیوي له‌پاره کورنیو بې‌ځایه شویو ته یو موقت کمپ جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام